Share this link via
Personality Websites!
طاقت (2): پۀ زړۀ کښې نُور او (3): پۀ سترګو کښې رڼا پيدا کوي۔ او خراب عمل: (1): پۀ وجود کښې کمزوري (2): پۀ زړۀ کښې تياره او (3): پۀ سترګو کښې ړوند والے راولي۔ ([1])
د 100 کالو پۀ عمر کښې هم جسماني طاقت سلامت
يو ډير لوئي عالِم تير شوے دے، علامه اَبُو طَيَّب طَبري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه، د هغوئي د 100 کالو نه ډير عمر وو، پۀ دې عمر کښې هم هغوئي پۀ ذِهني او جسماني توګه صحت مند وو، د هغوئي نه چې چا د صحت د راز پوښتنه اوکړه نو هغوئي وفرمائيل: ما پۀ ځوانۍکښې خپل جسماني صلاحيتونه د ګناه نه محفوظ وساتل (ځان مې پۀ نيک اعمالو کښې مصروف وساتلو)، د دې پۀ برکت چې کله نن زۀ بوډا شوم نو الله پاک زما جسماني صلاحيتونه زما د پاره باقي وساتل۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ده د نيک اعمالو دُنيائي فائده۔۔۔!! څوک چې د ګناهونو نه ځان وساتي او پۀ نيک اعمالو کښې مصروف اوسي، الله پاک هغۀ ته د صحت او سلامتيا والا، د سکون نه ډک ژوند عطا کوي۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کوم ځوان چي د کوم بوډا اِنسان عزت کوي، الله پاک داسې خلق مقرره وي چې کله دا ځوان بوډا والي ته ورسيږي، هٰغه خلق به د هغۀ عزت کوي۔([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami