Share this link via
Personality Websites!
يو ځل دوه کسان بارګاهِ رسالت ته حاضر شو، دواړو کلمه ووئيله او د صحابيت درجې ته وه رسيدل، (دواړه نيکان، پرهيزګاره وو، البته) پۀ دوئي کښې يو پۀ عبادت او رياضت کښې ډير زيات محنت کولو، نو کوم چې ډير عبادت ګزار وو، دا يو ځل پۀ يوه غزوه کښې شريک شو او شهيد شو۔ بيا يو کال پس دويم صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم وفات شو۔
حضرت طلحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د دې دواړو د دُنيا نه د تللو نه پس يوه شپه ما خوب وليدو، څۀ ګورم چې زۀ د جَنَّت پۀ دروازه باندې ولاړ يم، دا دواړه صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهما هلته موجود وو، پۀ دې کښې د جَنَّت نه څوک بهر راغلو او هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې يو کال پس وفات شوے وو، هغوئي يـې جَنَّت ته بوتللو، لږ ساعت پس بيا هغه بهر راغلو او هٰغه صحابي کوم چې يو کال مخکښې شهيد شوے وو، بيا يـې هغوئي هم جَنَّت ته داخِل کړو۔
چې سحر شو نو حضرت طلحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپل خوب صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته بيان کړو، ټول حيران وو، کله چې دا خبره سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ورسيدله نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اے صحابؤ! تاسو پۀ څۀ خبره حيران يـئ؟ عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! يو صحابي ډير عبادت ګزار وو، بيا د هغوئي د شهادت مرتبه هم نصيب شوه، د دې باوجود هغه وروستو جَنَّت ته داخِل شو او دويم صحابي کوم چې يو کال پس وفات شو، هغه مخکښې جَنَّت ته داخِل شو، د دې څۀ وجه ده؟ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: آيا دا دويم صحابي يو کال زيات ژوندے نۀ وو؟ عرض يـې اوکړو: آؤ جي، وو۔ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: آيا دۀ د شهيد شوي پۀ نسبت يو کال د رمضان روژې زياتې وه نۀ نيولې؟ صحابؤ عرض اوکړو: آؤ جي، وه يـې نيولې۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا پوښتنه اوکړه: آيا وروستو وفات شوي صحابي دومره سجدې زياتې اونکړې؟ عرض
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami