Share this link via
Personality Websites!
نوم به پۀ عبادت کوونکو کښې ليکلے کيږي او څوک چې 400 آيتونه تلاوت کړي، د هغۀ د پاره به يو قِنطَار اَجر ليکلے کيږي، يو قِنطَار د 120 قيراط برابر دے او يو قيراط د اُحُد د غر همره دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د قرآنِ کريم تلاوت کول سُنَّت عمل دے۔ زمونږه خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ کثرت سره د قرآنِ کريم تلاوت کولو * حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: يو څيز به هم خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تلاوت کولو نه نۀ منع کولو * رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د شپې پۀ نـمونځ کښې کله د ټول سُورۀ بقره او د سُورۀ آلِ عمران تلاوت کولو ([2]) * هره شپۀ به يـې د سُوْرَۀ سجدہ، سُورَۂ مُلک، سُوْرَۀ بنی اسرائیل، سُوْرَۀ زُمَر، سُوْرَۀ کافرون، سُوْرَۀ فَلق او سُوْرَۀ نَاس تلاوت کولو او بيا به اودۀ کيدلو۔ ([3])
الله پاک دې مونږ ته هم ښۀ ډير د قرآنِ پاک د تلاوت کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
الٰہی خوب دے شوق قرآں کی تلاوت کا
شَرَف دے گنبدِ خضرا کے سائے میں شہادت کا
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami