Share this link via
Personality Websites!
دا ده چې * هر قِسمه نيک عمل * د بزرګانو ادب کول * د مور او پلار خِدمت * صِله رحمي * ښه اَخلاق * او د ګاؤنډيانو سره ښه سلوک کول، هٰغه ښه اعمال دي د کومو پۀ برکت سره چې پۀ عمر کښې برکت راځي۔ الله پاک دې مونږ ته د دې ټولو نيکو اعمالو د پوره ادا کولو توفيق راعطا کړي او زمونږ د ټولو دې د نيکو نه ډک ژوند او پۀ مدينه منوره کښې د اِيمان او د عافيت سره د شهادت مرګ نصيب کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذِکرِ خير
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ذِيقعده مياشت تشريف راوړونکې ده، پۀ 2 ذيقعده يومِ صدر الشريعه نمانځلے شي، راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې د صدرُ الشريعه مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذِکرِ خير هم واورو: * مُحسِنِ اهلسُنَّت، خليفه اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه، د بهارِ شريعت ليکونکي حضرت علامه مولانا مفتي محمد اَمجَد علي اعظمي رضوي، سني، حنفي، قادري، برکاتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ 1300 هجرۍ کښې د هندوستان پۀ يو کلي مدينةُ العلماء ګهوسي شريف کښې دُنيا ته تشريف راوړلو * هغوئي خپل وړومبے تعليم د خپل نيکۀ بابا جان حضرت مولانا خُدا بخش رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه هم پۀ کور کښې حاصل کړو * بيا يـې پۀ خپل کلي کښې پۀ مدرسه ناصِرُ العلوم کښې سبق ښودلو * بيا جونپور ته لاړو او د مولانا محمد صِدِّيق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه يـې څۀ سبقونه ولوستل، پۀ اخره کښې د حضرت علامه هدايَتُ الله خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې حاضر شو او درسِ نظامي يعنې عالِم کورس يـې مکمل کړو * د دې نه پس امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ پيل بهيت کښې د حضرت مولانا وَصِي احمد سُورتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami