Share this link via
Personality Websites!
نعمتِ اخلاق کر دیجیے عطا یہ کرم یا مصطفےٰ فرمائیے!
د مدينے منورې سردار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: [تاسو ته] معلومه ده چې د ګاؤنډي حق څۀ دے؟ بيا يـې وه فرمائيل: * که هغه ستا نه مدد وغواړي نو د هغۀ مدد اوکړه * که ستا نه قرض وغواړي نو هغۀ له قرض ورکړه * که هغه محتاج وي نو د هغۀ حاجت پوره کړه * که بيمار شي نو د هغۀ تپوس اوکړه * که هغه وفات شي نو د هغۀ پۀ جنازه کښې شرکت اوکړه * که هغۀ ته څۀ خير ورسيږي نو اُمبارکي ورکړه * که هغۀ ته څۀ مصيبت ورسيږي نو غمرازي ورسره اوکړه * د هغۀ د اِجازت نه بغير د هغۀ د کور نه اوچت کور مۀ جوړوه چې هغۀ ته هوا نۀ رسيږي *ګاؤنډي ته تکليف مۀ رسوه * که تۀ څۀ ميوه راوړې نو پۀ هغې کښې ګاؤنډي له هم څۀ ليږه * که داسې نشې کولے نو پۀ پټه يـې راوړه او خپلو بچو ته هم هٰغه ميوه بهر وړلو له مۀ ورکوه ولې چې د ګاؤنډي بچي به د دغې ميوې پۀ وجه باندې غمژن شي *او د خپلې کَټوۍ پۀ خوشبويۍ باندې ګاؤنډي ته تکليف مۀ رسوه خو دا چې څۀ اِينګولے [ترکاري] هغۀ له هم وليږه۔ د دومره فرمائيلو نه پس خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اَتَدْرُوْنَ مَا حَقُّ الْجَارِوَالَّذِیۡ نَفْسِیۡ بِیَدِہٖ مَا یَبْلُغُ حَقَّ الْجَارِ اِلَّا قَلِیْلاً مِّمَّن رَّحِمَ اللہُ يعنې [تاسو ته] معلومه ده چې د ګاونډي حق څۀ دے؟ پۀ هٰغه ذات مې دې قَسم وي د چا پۀ قدرت کښې چې زما ځان دے! د ګاؤنډي حق هُم هغه کس ادا کولے شي پۀ چا باندې چې الله پاک رحم اوکړي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا يو څو روايتونه مونږه واوريدل، د کومو خُلاصه چې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami