Share this link via
Personality Websites!
خپل ګاؤنډي پۀ داسې وئيلو واورې چې تا نيکي اوکړه نو واقعي چې تا نيکي اوکړه او کله چې تۀ ګاؤنډي پۀ داسې واورې چې تا بدي اوکړه نو واقعي چې تا بدي اوکړه۔ ([1])
د اِيمان د کمال د پاره ضروري عمل
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ اِسلام کښې ګاؤنډي ته ډير اهميت ورکړے شوے دے، د دې پورې چې هٰغه اعمال د کومو پۀ ذريعه چې زمونږ اِيمان کامِل کيږي، پۀ هغې کښې د ګاؤنډي سره ښه سلوک هم شامل کړے شوے دے يعنې مونږ د هٰغه وخته پورې کامِل مؤمِن نشو کيدے د څو پورې چې د ګاؤنډي حقونه ادا نکړو۔ د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: لَا یُؤْمِنُ عَبْدٌ لَا یَاْمَنُ جَارُہٗ بَوَائِقَہٗ هٰغه بنده (کامِل) مؤمِن نشي کيدے د چا ګاؤنډي چې د هغۀ د شَر نه محفوظ نۀ وي۔ ([2])
هغه اِيمان والا نشي کيدے څوک چې۔۔۔
يو ځل د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې کرته پۀ الله پاک قَسم وخوړلو او وه يـې فرمائيل: : وَاللہِ لَایُؤْمِنُ پۀ الله مې دې قَسم وي! هغه مؤمِن نشي کيدے وَاللہِ لَایُؤْمِنُ پۀ الله مې دې قَسم وي! هغه مؤمِن نشي کيدے وَاللہِ لَایُؤْمِنُ پۀ الله مې دې قَسم وي! هغه مؤمِن نشي کيدے۔ صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څوک مؤمِن نشي کيدے؟ وه يـې فرمائيل: اَلَّذِیْ لَا یَاْمَنُ جَارُہٗ بَوَائِقَہٗ هغه د چا ګاؤنډي چې د هغۀ د شر نه محفوظ نۀ وي۔ ([3])
خیر خواہ ہم بھی پڑوسی کے بنیں یہ کرم یا مصطفےٰ فرمائیے!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami