Share this link via
Personality Websites!
هغوئي د ملاقات د پاره تلل * د هغوئي سره ناسته پاسته * د هغوئي سره خبرې اترې کول * د هغوئي سره د شفقت او مهربانۍ سلوک کول، ټول د صِله رحمۍ (يعنې د خپلوانو سره د ښه سلوک) شکلونه دي۔ ([1])
که پۀ بهر ملک کښې وي نو خط ور ليږئ
نور پۀ بهارِ شريعت کښې ليکلے شوي دي: که اِنسان پۀ بهر ملک کښې وي نو خپلوانو ته دې خطونه راليږي (که د اوسني وخت خبره اوکړے شي نو وخت پۀ وخت دې د هغوئي سره پۀ ټيلفون باندې خبرې کوي)۔ د هغوئي سره دې رابطه نۀ کمزورې کوي د پاره د دې چې لا تعلقي نۀ پيدا کيږي، که کيدے شي نو چې خپل ملک ته واپس راشي نو د خپلوانو سره دې ميلاؤ شي او تعلقات دې تازه کړي۔ ([2])
د کوم کوم رشته دار سره به کله کله ميلاؤيږې
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د خپلوانو سره ميلاؤيدل هم د هغوئي پۀ حقونو کښې دي،لهذا د هغوئي سره کله کله ميلاؤيدل پکار دي، مثلاً يوه ورځ د ميلاؤيدو د پاره لاړۍ نو بله ورځ مۀ ځئ، د هرې جُمعې پۀ ورځ ميلاؤيږئ، که خپلوان لرې اوسيږي نو پۀ مياشت کښې، پۀ دريو څلورو مياشتو کښې يو ځل د ميلاؤيدو د پاره ځئ۔
دلته يوه خبره عرض کړم، د کومو خپلوانو نه چې پرده ده، مثلاً د ترور د لوڼو، د ماما د لوڼو نه د نارينه پرده ده، د کشر ترۀ د لوڼو، د مشر ترۀ د لوڼو نه هم پرده ده، د هغوئي نه به پرده کول وي، هغوئي ته د وائس ميسج يا ويډيو ميسج وغيره کولو نه هم ډډه کول پکار دي۔ البته! د مور د طرف ترور، د پلار د طرف د ترور وغيره د کومو نه چې پرده نشته، د هغوئي سره د ميلاؤيدو د پاره هم ځئ! پۀ فون ورسره خبرې هم کوئ! که
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami