Share this link via
Personality Websites!
وغيره د مور او پلار خپلوان دي، لهذا پۀ مونږ باندې د دوئي حقونه هم لازمي دي۔
رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: بے شکه الله پاک * ستاسو د مئيندو پۀ باره کښې تاسو ته وصيت فرمائي * بيا ستاسو د مئيندو پۀ باره کښې تاسو ته وصيت فرمائي * بيا ستاسو د والِد پۀ باره کښې وصيت فرمائي * بيا چي کوم نزدې خپلوان دي * بيا د هغې نه د لرې والا * بيا د هغې نه د لرې والا (داسې چې کوم نزدې خپلوان دي، د هغوئي حق هم زيات دے)۔ ([1])
نن سبا خلق پۀ وړه وړه خبره تعلقات پريږدي، فلانکي د ځوي د وادۀ دعوت رانکړو، ځکه زما د هغۀ سره غم ښادي ختمه۔۔۔!! فلانکي کور ته راوبللم او قدر مدار يـې راله اونکړو، ځکه د نن نه د هغۀ سره زمونږ هيڅ تعلق نشته، فلانکي خپل زما د دُکان پۀ ځائے پۀ خوا کښې د دُکان نه سودا واخستله، ځکه د هغۀ سره زما خبرې بندې، بالکل پۀ معمولي معمولي خبرو باندې غم ښادي ختمولے (يعنې رشتے ماتولے) شي حالانکې د کومو خپلوانو سره چې د صِلۀ رحمۍ حکم دے د هغوئي سره خپلولي پريښودل، سخته ګناه ده۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: څوک چې رشته ماتوي، الله پاک هغه ماتوي۔ ([2])
پۀ بهارِ شريعت کښې دي: * خپلوانو له تحفه ورکول * که د هغوئي پۀ څۀ څيز کښې تاسو ته د مدد ضرورت شي نو د هغوئي مدد کول * هغوئي ته سلام کول * د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami