Share this link via
Personality Websites!
ځکه ضروري دي چې مونږ پۀ هر لحاظ سره د هغوئي د ادب او د اِحترام خيال وساتو، يو ځل په دربارِ رسالت کښې د حضرت مُحَيِّصَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ موجودګۍ کښې حضرت عبد الرحمان بن سَهل رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ عمر کښې د کم والي باوجود د خبرې کولو کوشش اوکړو نو حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د مشرانو ادب وښودلو او وه يـې فرمائيل: مشر خبرې کولو ته پريږده۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا د ادب تعليم دے چې کله مشر خبره کوي نو کشر له خاموشه اوسيدل پکار دي۔ دغه شان مونږ له پکار دي چې پۀ هر لحاظ سره د مشرانو ادب اوکړو۔ مثلاً * د ډوډۍ خوړلو پۀ وخت د هغوئي نه مخکښې شروع نۀ کوو * پۀ مجلس کښې د هغوئي نه مخکښې خبرې نۀ کوو * د هغوئي نه مخکښې نۀ ځو * د هغوئي پۀ مخکښې پۀ تيز اواز خبرې نۀ کوو * د هغوئي د رائے اِحترام کوو * د هغوئي مشورې سنجيده اخلو، غرض دا چې پۀ هر لحاظ سره مشران مشران ګڼو، هغوئي هميشه مقدم (يعنې وړاندې) ساتو۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
(3): صِله رحمي او د مور او پلار خِدمت
رسول رحمت، شفيعِ اُمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې خوښوي چې الله پاک د هغۀ عمر ډير کړي او رزق يـې فراخه کړي، هغۀ له پکار دي چې (1): د مور پلار سره ښه سلوک کوي او (2): صِلَه رحمي کوي۔([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami