Share this link via
Personality Websites!
د نيک اِجتماعاتو پۀ ډير انتظار کښې اوسيدل هم پکار دي، چې دا اِجتماع ختمه شي، نو بيا به کورونو ته لاړ شو، چې کورونو ته لاړ شو نو بيا هم زړۀ پۀ اِجتماع کښې وي، جُمعه راغله، خالي راغلو، اتوار راغلو، زړۀ خوشحاليږي، لړزيږي چې کله به بيا زيارت راځي، بيا به کله پۀ هفته واره د سُنَّتو نه پۀ ډکه اِجتماع کښې د شرکت کولو موقع نصيب کيږي۔۔۔!! کاش چې زمونږ هم دا نعمت، دا ښۀ او د نيکو نه ډک درد نصيب شي۔
ذِکر حضورِ پاک ہے میرے لیے غذائے رُوح
قلب کا چین اسی سے ہے کہیے اسے دَوائے رُوح
راشئ۔۔۔!! ستاسو مطلوب دلته دے
پۀ بُخاري شريف او مُسلِم شريف کښې حديثِ پاک دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د الله پاک ځينې فرښتے دي کومې چې پۀ زمکه باندې ګرځي، دوئي کوڅه پۀ کوڅه ګرځي، د ذِکر والؤ پۀ لټون کښې وي۔ چرته چې خلق راجمع شوي پۀ ذِکرُ الله کښې مصروف ويني نو (دا فرښتے صرف پخپله نۀ بلکې) خپلو نورو ملګرو فرښتو ته (چې د ذِکر په مجلسونو کښې شامليدل د کومو ډيوټي وي هغوئي ته) اواز کوي: ہَلُمُّوْا اِلیٰ حَاجَتِکُمْ راشئ۔۔۔!! ستاسو مطلوب دلته دے۔([1])
سُبْحٰنَ اللہ! د روايت باقي پاتې حصه هم عرض کووم، وړومبے د دې خبرې نه لږ خوند واخلئ! فرښتے نورو فرښتو ته اواز کوي، معلومه شوه چې نيک اِجتماعاتو ته يواځې راتلل د فرښتو طريقه نۀ ده، دوئي خپلو ملګرو ته اواز کوي، هغوئي د ځان سره راولي۔ مونږ له هم پکار دي چې مونږ يواځې نۀ ځو، د فرښتو پۀ لاره ځو او نور هم د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami