Share this link via
Personality Websites!
چې نُوراني مخلوق يعنې د الله پاک فرښتے هم د نيک اِجتماعاتو سره ډير محبت کوي۔ علامه نَجمُ الدِّين غَزِّي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لسمې صدۍ هجرۍ بزرګ دے، هغوئي د فرښتو پۀ کارونو او عادتونو باندې ډيرې تفصيلي خبرې کړې دي، هغوئي ليکلي دي: مَحَبَّةُ مَجَالِسِ الذِّكْرِ، وَاِقْبَالُهُمْ عَلَيْهَا، وَحَنِيْنُهُمْ اِلَيْهَا، وَحَفُّهُمْ بِهَا، وَمَسَاعِدَتُهُمْ لِاَهْلِهَا فِيْ الذِّكْرِ، وَتَكْثِيْرُ سَوَادِهِمْ يعنې * د ذِکر د محفلونو (نيکو اِجتماعاتو) سره محبت کول * پۀ دغه اِجتماعاتو کښې شرکت کول * د دې اِجتماعاتو ډير شوق لرل * پۀ هغې کښې راجمع کيدل * پۀ دې اِجتماعاتو کښې د شرکت کوونکو مدد کول او * د هغوئي شميره زياتول د فرښتو د عادتونو حصه ده۔([1])
سُبْحٰنَ اللہ! صرف پۀ نيک اِجتماعاتو کښې د شرکت خبره نۀ ده، فرښتے څۀ څۀ کوي: (1): د نیک اِجتماعاتو سره محبت کوي (2): پۀ دغه اِجتماعاتو کښې شرکت کوي (3): چې يوه اِجتماع ختمه شي نو بله اِجتماع به کله وي، کله به هٰغه ساعتونه راځي چې بيا پۀ اِجتماع کښې شرکت کول نصيب شي، فرښتے د دې هم ډير زيات شوق لري (4): څوک چې پۀ دې اِجتماعاتو کښې شرکت کوي، فرښتے د هغوئي مدد کوي (5): او د هغوئي د شميرې زياتولو د پاره پۀ اِجتماعاتو کښې شامليږي، د هغوئي سره کښيني، د هغوئي سره پۀ شريکه تِلاوت او نعتونه او بيانونه اوري، د هغوئي سره پۀ شريکه ذِکر و اذکار کوي او د هغوئي پۀ دعاګانو باندې آمين وائي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د نيک اِجتماعاتو د دې شانونو نه قربان شم۔۔۔!! د فرښتو د دعاګانو اخستو، د فرښتو پۀ صحبت کښې د کيناستو د دې نه نوره اسانه طريقه څۀ کيدے شي۔۔۔؟ بيا دا غور هم اوکړئ چې کله يوه اِجتماع ختمه شي نو فرښتے پۀ راتلونکې اِجتماع کښې د شرکت کولو ډير شوق لري۔ د دې نه معلومه شوه چې مونږ ته
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami