Share this link via
Personality Websites!
کوي او قربان شم! کله چې اِجتماع ته راتلونکي د دُعا د پاره لاسونه پورته کوي، پۀ ژړا ژړا د خپلو ګناهونو معافي غواړي، د الله پاک د رحمت نه اميد ساتي، د بخښنې طلبګار جوړيږي نو فرښتے د هغوئي پۀ دعاګانو باندې آمين وائي۔
تاسو اندازه ولګوئ چې پۀ کومه دعا باندې فرښتے آمين وائي، د هٰغه دُعا شان به څۀ وي۔ پۀ دې حديثِ پاک کښې ووئيلے شوي چې کله دعا اوکړے شي، پۀ اِجتماع کښې بخښنه وغوښتلے شي، فرښتے پرې آمين وائي او الله پاک فرمائي: اے فرښتو! ګواه شئ چې ما دوئي بخښلي دي۔
آج کے اس سنّتوں کے اجتماعِ پاک میں
جو بھی آیا بخش دے اس کو مرے پروردگار
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت او د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د سيرت چې دا کومه واقعه مونږه واوريدله، پۀ دې کښې زمونږ د پاره د زدکړې ډير څيزونه ميلاؤيږي، درې خبرې عرض کووم:
(1): د اِجتماع جوړوونکو سره محبت کوئ!
د دې واقعې نه مونږ ته معلومه شوه چې کوم خلق دِيني اِجتماعات جوړوي، وخت پۀ وخت د الله پاک د ذِکر د پاره، د عِلمِ دِين د زده کولو د پاره، د نيکو کولو د پاره پۀ شريکه کښيني، پۀ داسې خلقو پورې زړۀ تړل، د هغوئي سره محبت کول، د هغوئي سره خپل ځان عادت کول هم د ثواب کار دے۔ وګورئ چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دِيني اِجتماع جوړوونکو پۀ باره کښې دا آيت مبارک تِلاوت کړو:
وَ اصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَ الْعَشِیِّ (پارہ:15، سورۀ کہف:28)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او خپل ځان هٰغه خلقو سره عادت ساته کوم چې سحر او ماښام خپل رَبّ يادوي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami