Share this link via
Personality Websites!
واورو د پاره د دې چې زمونږ ذِهن جوړ شي او مونږ پۀ اِستقامت سره دا نيک کارونه کوو۔ د ټولو نه وړومبے پۀ حديثِ پاک کښې بيان کړے شوې يوه ښکلې واقعه واورئ:
صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: يوه ورځ صحابئ رسول حضرت عبد الله بن رَوَاحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيان کولو، صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم اوريدلو، پۀ دې کښې رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو۔
اَللہُ اَکْبَر! د دې کمالي دِيني اِجتماع به څومره ښکلے شان وو۔۔۔!! وړومبے خو اِجتماع د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم وه، بيا د نبيانو اِمام صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم تشريف راوړلو۔ سُبْحٰنَ اللہ!
چہرے پہ خُوشی چھا جاتی ہے، آنکھوں میں سُرُور آ جاتا ہے
محفل میں تمہارے آنے سے ہر چیز پہ نُور آ جاتا ہے
حضرت عبد الله بن رَوَاحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې کله نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وليدلو نو بيان يـې ودرولو او خاموشه شو۔ محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: عبد الله! بيان جاري ساته۔۔۔!! عرض يـې اوکړو: یَا رَسُوْلَ اللہِ ! اَنْتَ اَحَقُّ مِنِّی يعنې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! هم تاسو حقدار يـۍ چې بيان اوکړۍ (ستاسو پۀ موجودګۍ کښې بيان کوونکے زۀ څوک يم۔۔۔!!)۔ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: تاسو خو هٰغه ډله يـۍ، د کومې سره چې د خپل ځان مانوس کولو(عادت ساتلو) ما ته حکم راکړے شوے دے۔ بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې آيت تِلاوت اوکړو:
وَ اصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَ الْعَشِیِّ (پارہ:15، سورۀ کہف:28)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او خپل ځان هٰغه خلقو سره عادت ساته کوم چې سحر او ماښام خپل رَبّ يادوي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami