Share this link via
Personality Websites!
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! کوم کار چي مونږ اوس کوو، يعنې مونږ ټول پۀ يوه دِيني اِجتماع کښې حاضر يو، د قرآنِ پاک د تِلاوت نه دا اِجتماع شروع شوه، بيا مونږ نعت شريف واوريدو، اوس د بيان وخت دے، د دې نه پس به مونږ دعاګانې او درودِ پاک لولو، ذِکر به کيږي، که الله پاک وغوښتل نو د ژړا نه ډکه دعا به هم کيږي، د الله پاک د عبادت کولو، د نيکو د پاره، د عِلم د زده کولو او ښودلو د پاره، د ذِکر و اذکار کولو د پاره چې د راجمع کيدو دا کوم انداز دے، دا د صدو نه راروان دے۔ نن به مونږ د دې نيک کار د فضيلتونو د اوريدو سعادت حاصلوو۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! خوش قِسمته دے هٰغه کس څوک چې د هر زيارت پۀ ورځ پۀ جوش، شوق او جذبې سره پۀ هفته واره د سُنَّتو نه پۀ ډکه اِجتماع کښې شرکت کوي، که د دوئي راتلل، پۀ اِجتماع کښې کړې نيکۍ د الله پاک پۀ رحمت سره قبولې شي او مونږ اميد لرو او ساتل هم پکار دې ولې چې هغه رحمان دے، زمونږ دا مختصر کوششونه به ضرور قبلوي، که چرې قبول شي نو کوم کوم فضيلتونه زمونږ نصيب کيدے شي، راځئ چې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami