Share this link via
Personality Websites!
د شپې اِعتکاف او د تهجدو د نـمونځ سعادت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د هفته وارې د سُنَّتو ډکې اِجتماع پۀ جدول کښې د شاملو يو څو څيزونو بيان مونږ واوريدو، د دې نه علاوه * پۀ هفته واره اِجتماع کښې د جُمعې د شپې 6 درودِ پاک او دعاګانې لوستلے کيږي * د زده کولو او ښودلو حلقې هم لګولے کيږي پۀ کومو کښې چې سُنَّت او آداب او د مختلفو فرض علومو معلومات ورکړے کيږي * د امروزه مختلفې دعاګانې هم يادولے کيږي * بيا د هغې نه پس د نفلي اعتکاف پۀ نيت سره د ټولې شپې پۀ جومات کښې د تيرولو بندوبست هم وي * د تهجدو نـمونځ د جَمعې سره ادا کولے شي * اوراد او وظيفې، لوستلے، ښودلے کيږي * د هفته وارې د سُنَّتو ډکې اِجتماع ختميدل د اشراق او څاښت د نـمونځ نه پس پۀ صلوٰة او سلام باندې کيږي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې پۀ هفته واره د سُنَّتو نه پۀ ډکه اِجتماع کښې شرکت کول صرف يوه نيکي نۀ ده بلکې د ډيرو نيکو يوه ښکلې ګلدسته ده او بيا دا نيکۍ هم پۀ يوه عامه ورځ نۀ بلکې د جُمعې پۀ ورځ کولے شي۔ آؤ جي! پۀ اِسلامي لحاظ سره د ماښام نه پس نوې ورځ شروع کيږي او د عاشقانِ رسول د دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي د سُنَّتو نه ډکه اِجتماع هم د زيارت پۀ ورځ د ماښام د نـمونځ نه پس شروع کيږي يعنې د جُمعې پۀ شپه کيږي او د جُمعې د ورځې د يوې نيکۍ ثواب 70 چنده وي۔ ([1])
دا د هفته وارې د سُنَّتو نه د ډکې اِجتماع د برکتونو څۀ لږه شان نظاره تاسو ته وړاندې کړے شوه۔ که غور اوکړئ نو د دې نه علاوه هم بے شميره فضيلتونه او برکتونه د دې اِجتماع پۀ ذريعه مونږ ته حاصليږي۔ ځکه هم د نن نه خپل صحت او ژوند غنيمت وګنئ او د اخرت د تيارۍ د پاره پۀ هفته واره د سُنَّتو نه پۀ ډکه اِجتماع کښې خپل شرکت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami