Share this link via
Personality Websites!
مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قرب ورکوونکے درود شريف هم لوستلے کيږي * د کوم درودِ پاک لوستلو پۀ برکت چې د 6 لاکهه درود شريف لوستلو ثواب ميلاؤيږي هغه هُم لوستلے کيږي * د شفاعت درود شريف هم لوستلے کيږي، د کوم د لوستونکي د پاره چې د شفاعت واجب کيدو زيرے ورکړے شوے دے * دغه شان پۀ حديثِ پاک کښې بيان کړے شوې دوه دعاګانې هم پۀ هفته واره اِجتماع کښې لوستلے کيږي * يوه دُعا داسې ده، کله چې اِنسان هٰغه دُعا ولولي نو د حديثِ پاک مطابق 70 زره فرښتے د زر [1000] ورځو پورې د هغۀ د پاره نيکۍ ليکي او * د شبِ قدر دُعا هم لوستلے کيږي، يعنې د هٰغه دُعا پۀ باره کښې پۀ حديثِ پاک کښې فرمائيلے شوي دي: کوم اِنسان چې دا دُعا 3 کرته ولولي، هغه چې ګويا شبِ قدر حاصل کړو۔
د هفته وارې د سُنَّتو نه ډکې اِجتماع يوه خصوصي سلسله ذِکرُ الله هم ده۔ او پۀ حديثِ پاک کښې دي: کوم قوم چې د الله پاک د ذِکر کولو د پاره کښيني نو فرښتے هغوئي د څلورو واړو اړخونو نه راګير کړي او د خُدائے رحمت هغوئي پټ کړي او پۀ هٰغه خلقو باندې سکينه (د زړۀ اطمينان) نازليږي او الله پاک پۀ خپلو مقربينو کښې د هغې ذِکر فرمائي۔ ([1])
پۀ هفته واره د سُنَّتو نه پۀ ډکه اِجتماع کښې ژړيدونکي دُعا هم وي د کومې پۀ برکت باندې چې پته نۀ لګي چې څومره خلق خپلې خالي جولۍ د مرادونو نه ډکوي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دُعا ته د عبادت مغز وئيلے شوے دے۔ ([2]) او اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami