Share this link via
Personality Websites!
هفته واره اِجتماع او د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت
د دې نه پس نعت شريف وئيلے کيږي او سُبْحٰنَ اللہ! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نعت هم څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صفتونو او د فضيلتونو ذِکر کول د الله پاک سُنَّت دي * د نبيانو، رسولانو او د فرښتو هم سُنَّت دي * د دې پۀ برکت سره ايمان تازه کيږي * پۀ زړۀ کښې عشقِ رسول زياتيږي او * د دِين او د دُنيا بے شميره خيرونه نصيب کيږي۔
خُدا کا ذِکْر کرے، ذِکْرِ مصطفےٰ نہ کرے ہمارے مُنہ میں ہو ایسی زباں خُدا نہ کرے
د دې نه پس د سُنَّتو نه ډک بيان کيږي۔ د دې پۀ ذريعه د عِلمِ دِين د زده کولو موقع ميلاؤيږي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: کوم اِنسان چې د علم پۀ تکل کښې پيزار، موزې يا جامې اغوندي نو د خپل کور د چوکاټ نه پۀ وتو الله پاک د هغۀ ګناهونه معاف کوي۔ ([1])
هفته واره اِجتماع او درودِ پاک
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ هفته واره اِجتماع کښې 6 درودِ پاک او دعاګانې هم لوستلے شي * پۀ دې کښې يو د جُمعې د شپې درودِ پاک هم دے، د دې د لوستونکي د پاره د مرګ پۀ وخت د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار نصيب کيدو فضيلت دے * دغه شان د ګناهونو بخښلو والا درود شريف لوستلے کيږي، يعنې د دې درودِ پاک پۀ لوستلو د ګناهونو د بخښلے کيدو فضيلت دے * يو داسې درود شريف هم لوستلے کيږي د کوم پۀ لوستلو چې د رحمت 70 دروازې پرانستے کيږي * د خوږ آقا و مولا،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami