Share this link via
Personality Websites!
څوک چې د ماښام (د درې فرضو) نه پس 6 رکعتونه اوکړي او د هغې پۀ مينځ کښې څۀ بده خبره اونکړي نو دا به د 12 کالو د عبادت برابر وي۔ ([1]) * د هفته وارې اِجتماع پۀ برکت سره د صلوٰة التوبه د ادا کولو توفيق هم نصيب کيږي * د تجهدو د کولو سعادت هم نصيب کيږي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: د شپې ضرور قيام کوئ (يعنې نـمونځ کوئ) چې دا ستاسو نه د مخکښينو نيکانو خلقو طريقه، د رَبّ د قرب موندلو، د تيرو ګناهونو د ورانولو او د راتلونکو ګناهونو نه د بچ کيدو ذريعه ده۔ ([2]) * دغه شان د اشراق د نفلونو پۀ باره پۀ حديثونو کښې دي چې د دې پۀ برکت د اِنسان ګناهونه بخښلے کيږي، اګر که د سمندر د ځګ همره وي۔ ([3])
هفته واره اِجتماع او د قرآنِ کريم تِلاوت
پۀ هفته واره اِجتماع کښې سُورۀ مُلک لوستلے شي۔ صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مَسعُود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: کله چې اِنسان قبر ته لاړ شي او د عذاب فرښتے د هغۀ د ښپو د طرف نه راشي نو د هغۀ ښپې به وائي: ستا د پاره د دلته نه هيڅ لار نشته، ځکه چې دۀ به (پۀ شپه کښې) سُورۀ مُلک لوستلو۔ بيا به فرښتے د هغۀ خِيټې د اړخ نه راشي نو هغه به وائي: ستا د پاره زما د طرف نه هم هيڅ لار نشته ځکه چې دۀ پۀ ما کښې دننه سُورۀ مُلک ياد ساتلے وو، بيا به هغه د هغۀ د سر د اړخ نه راشي نو سر به وائي: ستا د پاره زما د طرف نه هم هيڅ لار نشته، ځکه چې دۀ به (پۀ شپه کښې) سُورۀ مُلک هم زما نه لوستلو۔ ([4])
[1]... ابنِ ماجہ، کتاب اقامۃ الصلاۃ و السنۃ فیہا، باب ما جاء فی الست ...الخ، صفحہ:189، حدیث:1167۔
[2]... ترمذی، کتاب الدعوات، باب فی دعاء النبی، صفحہ:812، حدیث:3549۔
[3]... ابوداؤد، کتاب الصلاۃ، التطوع، باب صلاۃ الضحی، صفحہ:211، حدیث:1287۔
[4]... مصنف عبد الرزاق ، کتاب فضائل القرآن ، باب تعلیم القرآن و فضلہ، جلد:3، صفحہ:232، حدیث: 6045 ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami