Share this link via
Personality Websites!
د دِيني اِجتماعاتو دِيني او دُنيائي فائدې
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له پۀ دِيني اِجتماعاتو (مثلاً هفته وارو د سُنَّتو نه ډکو اِجتماعاتو کښې، شبِ براءَت، شبِ معراج، شبِ قدر وغيره د لوئي شپو پۀ اِجتماعاتو کښې، اِجتماعي مدني مذاکره وغيره) کښې شرکت کول پکار دي۔ د دې ډير برکتونه دي۔ د دِيني اِجتماعاتو هٰغه برکتونه کوم چې پۀ حديثونو کښې بيان شوي دي او پۀ اوسني وخت کښې چې کوم سائنسي تحقيقات (Scientific Researches) پۀ دې باره کښې شوې دي، د هغې خلاصه عرض کووم: واورئ! او خوشحاله شئ!
د حديثونو مبارکو مطابق * د ذِکر مجلس (يعنې دِيني اِجتماعاتو) ته راتلونکي فرښتے پۀ خپلو وزرو باندې پټوي * پۀ هغوئي باندې سکينه نازليږي * هغوئي رحمت راګيروي ([1]) * د هغوئي د پاره د بخښنې زيرے دے * د هغوئي ګناهونه پۀ نيکو بدلولے شي ([2]) * د ذِکر د مجلسونو (يعنې دِيني اِجتماعاتو) غنيمت جَنَّت دے ([3]) * دِيني اِجتماعاتو ته پۀ حديثِ پاک کښې د جَنَّت باغيچې فرمائيلے شوې دي ([4]) * الله پاک د ذِکر محفل ته پۀ راتلونکو باندې فخر فرمائي ([5]) * او د فرښتو پۀ مخکښې د هغوئي ذِکر خير فرمائي۔ ([6])
دا هٰغه برکتونه دي کوم چې پۀ حديثونو کښې بيان شوي دي، د دې نه علاوه * د دِيني اِجتماعاتو پۀ برکت د الله پاک قرب نصيب کيږي * غفلت لرې کيږي * پۀ نيکۍ او پۀ خير باندې د يو بل مدد کول نصيب کيږي * د دِيني اِجتماعاتو پۀ برکت ايمان
[1]... مسلم، کتاب الذکر والدعاء، باب فضل الاِجتماع ...الخ، صفحہ:1039، حدیث:2700۔
[2]... معجمِ کبیر، جلد:3، صفحہ:546، حدیث:5907 ماخوذًا۔
[3]... مسندِ امام احمد ، جلد:3، صفحہ:573، حدیث:6811 مفہومًا ۔
[4]... ترمذی ، کتاب الدعوات، 85- باب منہ ، صفحہ:804، حدیث:3510۔
[5]... مسلم، کتاب الذکر و الدعاء...الخ، باب فضل الاِجتماع ...، الخ، صفحہ:1040، حدیث:2701۔
[6]... مسلم، کتاب الذکر والدعاء، باب فضل الاِجتماع ...الخ، صفحہ:1039، حدیث:2700۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami