Share this link via
Personality Websites!
هغوئي پۀ برکت هغه هم بخښلے کيږي۔ خواجه غُلام فريد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:
اُٹھ فَرِیْدَا سُتْیَا تَے میْلَا وِیْکَھن جَا
جَے کوئی مِل جَائِے بَخْشِیَا، تَے تُو وِی بَخْشِیَا جَا
مفهوم: خواجه غُلام فريد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نيک بزرګ دے، هغوئي غافله نۀ بلکې د غافلانو رابيدارونکے دے خو د عاجزۍ په توګه وائي: اے پۀ غفلت کښې پريوتي فريده! راپاڅه۔۔۔!! بهر لاړ شه، وګوره! که څوک بخښلے ميلاؤ شي نو د هغۀ د صحبت پۀ برکت به ستا هم بخښنه وشي۔
حضرت سليمان بن منصور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نيک بزرګ تير شوے دے، هغوئي فرمائي: ما خپل وفات شوے والد صاحب پۀ خوب کښې وليدو او پوښتنه مې ترينه اوکړه: الله پاک ستاسو سره څۀ معامله اوکړه؟ والد صاحب راته ووئيل: الله پاک ما ته خپل قُرب راعطا کړو او وه يـې فرمائيل: اے ګنهګاره بوډا! آيا تا ته معلومه ده چې تۀ ما ولې وبخښلې؟ ما عرض اوکړو: مولیٰ! ما ته نۀ ده معلومه۔ وه يـې فرمائيل: يوه ورځ پۀ يوه اِجتماع کښې (پۀ بيان کولو) تا خلق ژړولي وو، پۀ هغوئي کښې زما يو داسې بنده هم ژړلي وو کوم چې زما د ويرې نه چرې هم نۀ وو ژړلي، د هٰغه يو د ژړا پۀ وجه ما هغه وبخښلو او د هغۀ پۀ برکت مې اِجتماع ته راغلي ټول وبخښل۔ (آنسوؤں کا دریا، ص:43)
یَا اللہ! یَا رَحمٰنُ! یَا حنّانُ! یَا مَنّانُ!
بخش دے بخشے ہوؤں کا صدقہ یااللہ! مِری جھولی بھر دے([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami