Share this link via
Personality Websites!
هغوئي ته نيکه اِجتماع ميلاؤ شوه، بيا هغوئي څۀ کوي: د مسلم شريف روايت دے: خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: فرښتے د هٰغه ذِکر پۀ محفل کښې کښيني او خپلې وزرې خوروي او ټوله اِجتماع پرې پټوي (او د وزرو خورولو انداز يـې څنګه وي) يوه فرښته، د بلې فرښتے د پاسه وزرې خوروي،پۀ داسې کولو کولو د هٰغه اِجتماع والا ځائے نه د اسمانِ دُنيا پورې د يوې د پاسه بله فرښته وزرې خوروي، داسې د زمکې نه د اسمان پورې ټول ځائے د فرښتو نه ډک شي۔ بيا چې کله اِجتماع ختمه شي نو فرښتے د الله پاک پۀ دربار کښې حاضريږي، الله پاک فرمائي: اے فرښتو! ما هٰغه محفل والا وبخښل، څۀ چې هغوئي وغوښتل، ما ورعطا کړل، د کوم څيز نه چې هغوئي پناه وغوښته، ما پناه ورکړه۔([1])
د بُخاري شريف الفاظ دي: فرښتے عرض کوي: مولیٰ! هلته يو کَس وو، هغه پۀ اِجتماع کښې شريک نۀ وو، هغه خو د خپل څۀ حاجت پۀ وجه هلته راغلے وو (يعنې هغه پۀ اِجتماع کښې پۀ شرکت کولو پۀ ذِکر او فِکر کښې مصروف نۀ وو، د هغه څۀ کار وو، د کوم پۀ وجه چې هغه د اِجتماع ځائے ته راغلے وو)۔ الله پاک فرمائي: ہُمُ الْقَوْمُ لَا یَشْقیٰ بِہِمْ جَلِیْسُہُمْ يعنې اے فرښتو! دا د ذِکر پۀ محفل کښې شرکت کوونکي داسې د شان والا دي چې د هغوئي سره کيناستونکے هم محرومه نۀ پاتې کيږي۔([2])
(3): پۀ خوا کښې کيناستونکے هم محرومه نۀ پاتې کيږي
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې پۀ نيکو اِجتماعاتو کښې شرکت کوونکي څومره عظمت لري، د الله پاک پۀ دربار کښې د هغوئي مقام څومره اوچت دے چې څوک د هغوئي پۀ خوا تيريږي، د خپل څۀ حاجت د پاره د هغوئي خوا له راشي، د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami