Share this link via
Personality Websites!
اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالــسَّـلَامُ عَـلٰـی سَـــیِّدِ الْـمُــرْسَــلِـیْنَ
اَمَّا بَـعْدُ فَـاَعُوْذُ بِـالـلّٰـهِ مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ط
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)
د صحابئ رسول حضرت اَبُو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، فرمائي: کوم خلق چې پۀ يو مجلس کښې کښيني خو پۀ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درود شريف وه نۀ لولي، که هغوئي جَنَّت ته داخِل هم شي، بيا به هم هٰغه مجلس د هغوئي د پاره د ارمان سبب وي۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې حديث کښې د مَجلس لفظ اِستعمال شوے دے، د دې معنیٰ ده: د کيناستو ځائے۔ مجلس صرف اِجتماع يا لوئي محفل ته نۀ وائي، مونږ عام طور د خپلو دوستانو سره کښينو، د کور والؤ سره کښينو، د عزيزانو خپلوانو سره کښينو، غرض کله چې درې څلور کسان راجمع شي او کښيني نو هغوئي له پکار دي چې که زيات نۀ وي نو کم از کم يو ځل پۀ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درود ولولي، که وه يـې نۀ لوستو نو اګر که ګناه نۀ ده ، البته! هم دا د درودِ پاک نه خالي ناسته به د ارمان سبب خو جوړيږي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami