Share this link via
Personality Websites!
راليږلے شوے هدايت راهنما نۀ جوړوي، هغوئي خپل ځان څومره لاندې غورځوي، معلومه شوه چې مونږ د خپل عقل پۀ ذريعه د خپل ځان قدر او قيمت هم پوره نشو پيژندلے نو باقي پاتې معاملې عقل څنګه ټيک کولے شي۔
هيومن اِزم (Humanism) د بے عقلۍ تازه مثال
پۀ اوسني ترقي يافته دور کښې وګورئ چې کوم بے دِينه دي، د چا چې دعویٰ ده چې مونږ د اِلـهامي هدايت (Divine Guidance) نه بغير هم خپلې معاملې ټيک کولے شو، لکه څنګه چې هيومن اِزم (Humanism) دے ډي اِزم (Deism) وغیرہ دے، هغوئي اِنسان ته د ځناور نه زيات اهميت نۀ دے ورکړے۔ هغوئي دا مني چي لکه څنګه نور ځناور د کائنات حصه ده، هم دغه شان اِنسان هم د دې فطرتي کائنات يوه حصه (Part of Natural world) دے۔
دا ده د عقل رسيدنه۔۔۔!! هٰغه تش پۀ نوم عقلمند د کومو چې دعویٰ ده چې زمونږ دِين ته ضرورت نشته، زمونږ د پاره عقل کافي دے، دا د هغوئي حال دے، لا د اوسه پورې خو يـې ځان هم نۀ دے پيژندلے، ځان يـې د ځناور نه زيات هيڅ نۀ دے ګڼلے۔۔۔!! دا صرف دِين دے کوم چې پۀ نني ترقي يافته دور کښې نۀ بلکې پۀ زرګونو کاله مخکښې وئيلي وو چې اِنسان د ځناورو پۀ شان د دې فطرتي کائنات برخه نۀ ده بلکې پۀ دې کائنات کښې د الله پاک خليفه دے۔ رَبِّ کريم اِنسان د دې زمکې ساتونکے جوړ کړے دے۔ پۀ ډير ساده شان مثال خپله خبره واضحه کووم: پۀ پاکستان کښې ګرمي شروع شوې ده، ډيره زر به ګرمي نوره هم زياته شي، ډير زيات پوسټونه به وائرل کيدل شروع شي، خلق به يو بل له ترغيب ورکوي چې ” ګرمي ده، د چرچڼو، د مرغو د پاره اوبۀ ږدئ د پاره د دې چې دا بے زبانه د تندې پۀ وجه مړې نۀ شي “ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ډير خلق داسې کوي، څوک چې نۀ کوي هغوئي له هم کول پکار دي۔ زۀ چې کوم طرف ته پام راګرځول
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami