Share this link via
Personality Websites!
ځامنو د خپل والد د پوهه کولو د پاره يو بندوبست اوکړو، داسې يـې اوکړل چې کله شپه شوه، ټول خلق اودۀ شول نو هٰغه د لرګي بُت د کوم چې به عَمرو بن جَمُوح [رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ] هٰغه وخت عبادت کولو، هغوئي هٰغه بُت راواخستو او د ګند ډيران ته يـې وغورځولو ۔ چې سحر شو نو عَمرو چي وکتل چې مَنَات خو پۀ خپل ځائے کښې نشته، ډير يـې ولټولو، ډير ورپسې وګرځيدو خو هيڅ پته ورته وه نۀ لګيدله، اخر پۀ لټولو لټولو د ګند ډيران ته ورسيدو، هلته يـې خپل مَنَات پۀ ذِلت سره پروت وليدو نو د ويرې نه ورپيدو، زر يـې راوچت کړو، کور ته يـې راوړو، وه يـې وينځلو، غسل يـې ورکړو، خوشبو يـې پرې ولګوله او پۀ ادب سره يـې پۀ خپل ځائے کښې کيښودو او عبادت يـې ورله شروع کړو، پۀ بله شپه يـې شهزادګانو بيا هم هٰغه کار اوکړو، پۀ بل سحر منات بيا پۀ خپل ځائے کښې نۀ وو، نن هم پۀ ډيران کښې ميلاؤ شو، يو څو ځل چې داسې وشول نو بيا عَمرو بن جَمُوح [رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ] لږ لږ پوهه شو، نو هغوئي يوه توره د منات غاړې ته واچوله او وه يـې وئيل: که پۀ تا کښې څۀ خير وي نو نن هم پخپله خپل حفاظت اوکړه۔
بيا شپه شوه، د عَمرو بن جَمُوح [رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ] شهزادګانو نن څۀ اوکړل چې د منات د غاړې نه يـې توره لرې کړه او د هغې پۀ ځائے يـې ورته مړ سپے زوړند کړو۔ پۀ بله ورځ چي کله عَمرو بن جَمُوح [رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ] وليدلو نو د هغوئي زړۀ روښانه شوه، هغوئي منات ته په وَينا شو وه يـې فرمائيل: که تۀ خُدائے وے نو داسې به د سپي غاړې ته پۀ زوړنديدو نۀ ذليله کيدلې۔ د دې نه پس حضرت عَمرو بن جَمُوح رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کلمه ولوستله او اِسلام يـې قبول کړو او د هدايت لارې ته راغلو۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا صرف يوه واقعه ده، داسې پۀ زرګونو واقعې د تاريخ پۀ پاڼو کښې موجودې دي۔ وګورئ چې دا ده د عقل رسيدنه۔۔۔!! څوک چې د الله پاک
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami