Share this link via
Personality Websites!
د بے دِينه اِنسان کم عقلي
د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه واخله تر د اوسه پورې صدۍ تيرې شوې، پۀ دې موده کښې ډير لوئي لوئي فلسفيان هم راغلل، ډير لوئي لوئي ماهره سائنسدانان هم راغلل، لوئي لوئي عقلمند هم تير شول، تاريخ ګواه دے چې پۀ دومره صدو کښې چې چا هم د دِين نه اِنکار کړے دے، د ژوند بنياد يـې د الله پاک پۀ راليږلے شوي هدايت باندې نۀ بلکې پۀ خپل عقل باندې ايښودے دے، هغوئي خو عزت څۀ وموندو چې اُلټا د ذِلت سره مخ شوي دي، تاريخ ولولئ او وګورئ چې چا دِين نۀ دے منلے، هغه يا خو * ستوري خپل خُدايان منلي دي * يا يـې د نمر عبادت شروع کړے دے * چا ونو ته سجدې کړې دي * چا د وور عبادت کړے دے * او چا کاڼو ته سجدې کړي دي، يعنې دا پۀ عقل باندې د هر څيز بنياد ايښودونکي، دومره عقل هم نۀ لرلو چې پۀ خپلو لاسونو باندې بَل کړے شوے وور د عبادت لائق څنګ کيدے شي۔۔۔؟
د حضرت عَمرو بن جَمُوح رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ واقعه ده
يو اَنصاري صحابي دے، حضرت عَمرو بن جَمُوح رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ۔ دے د خپلې قبيلې سردار وو، ډير هوښيار او عقلمند وو، هغوئي لا اِسلام نۀ وو قبول کړے، د هغې نه مخکښې خبره ده، هغوئي پۀ خپل کور کښې د لرګې نه جوړ کړے شوے يو بُت ايښودے وو، دوئي به هغې ته مَنَات وئيلو او هغه به يـې خپل خُدائے منلو۔ کله چې پۀ مدينه منوره کښې د اِسلام رڼا خوره شوه نو د عَمرو بن جَمُوح (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) د ځامنو هم هدايت نصيب شو، هغوئي هم اِيمان قبول کړو، بيا هغوئي خپل والد صاحب ته د اِسلام دعوت ورکړو خو هٰغه وخت عَمرو بن جَمُوح (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) پۀ هغه خلقو کښې وو، کوم چې د الله د دِين دښمنان او پۀ عقل پسې تلونکي وو، هغوئي د اِسلام قبلولو نه اِنکار اوکړو۔ د هغوئي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami