Share this link via
Personality Websites!
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: آيا د چشمو اچولو سره نـمونځ کولے شې؟
وضاحت: عام طور خلق د چشمو اچولو سره د نـمونځ کولو متعلق د پريشانۍ ښکار وي، ځينې خلق د چشمو اچولو سره نـمونځ کوي او بعضې دا صحيح نۀ ګڼي۔ پۀ دې باره کښې شرعي مسئله دا ده چې د چشمو اچولو سره نـمونځ کول جائز دے۔ آؤ! پۀ دې کښې يو احتياط کول ضروري دے، هغه دا چې د پوزې هډوکے پۀ زمکه باندې جُخت لګول واجِب دي۔ ځکه پکار دي چې چشمې اچولے شوې وي او که نۀ، د پوزې سر نۀ بلکې سخت هډوکے پۀ ډير احتياط سره پۀ زمکه باندې داسې ولګوئ چې د زمکې سخت والے محسوس شي، که چرې د چشمو پۀ وجه صرف د پوزې سر ولګيدو او سخت هډوکے وه نۀ لګيدو نو واجب به پاتې شي او نـمونځ به مکروهِ تحريمي شي او داسې نـمونځ واپس راګرځول واجب کيږي۔ ([1])
نوټ: د چشمو فريم که د سرو زرو يا سپينو زر وي نو د دې پۀ اچولو نـمونځ سخت مکروه دے۔ ([2])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَـلُّـوْا عَـلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)
يَا بَرُّ
څوک چې يَا بَرُّ 7 کرته ولولي او پۀ ماشوم باندې يـې دم کړي او الله پاک ته يـې وسپاري، د بالغيدو پورې به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ماشوم د بلاګانو نه محفوظ وي۔ ([3])
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَـلُّـوْا عَـلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami