Share this link via
Personality Websites!
راغله۔ ما پۀ ويره ووئيل: د الله پاک نه ويريږه! خو پۀ هغې باندې شيطان پوره مسلط وو۔ ما چې کله د هغې ضد وليدو نو د ګناه نه د بچ کيدو د پاره مې يو سوچ اوکړو او هغې ته مې ووئيل: زۀ اِستنجاء خانې ته تلل غواړم۔ هغې چې اواز اوکړو نو د څلور واړو اړخونو نه وينزې راغلې، هغې ووئيل: خپل آقا بيتُ الخَلاء ته بوځئ! زۀ چې کله هلته لاړم نو د تښتيدو څۀ لار مې وه نۀ ليدله، ما له د هٰغې زنانه سره پۀ مخ تورولو د خپل رَبّ نه حيا راتلله او پۀ ما باندې د دوزخ د عذاب ويره غالبه وه۔ نو هم يوه لار پۀ نظر راتلله او هغه دا چې ما د اِستنجاء خانې پليدي پۀ خپل لاس مخ وغيره باندې وَمږله او ښه سترګې مې راويستې او هٰغه وينزه مې ويروله کومه چې بهر رومال او د اوبو پۀ لاس ولاړه وه، کله چې ما د ليونو پۀ شان چغې کړې او د هغې طرف ته مې منډې کړې نو هغه ويريدله او وتښتيدله او هغې د پاګل پاګل شور جوړ کړو۔ ټولې وينزې راجمع شوې او هغوئي پۀ شريکه زۀ پۀ يو ټاټ کښې راونغښتم او اوچت يـې کړم او پۀ يو باغ کښې يـې وغورځولم۔ زۀ چې کله پوهه شوم چې هٰغه ټولې لاړې نو راپاڅيدم او خپلې جامې او وجود مې وينځلو او پاک مې کړو او خپل کور ته لاړم خو چا ته مې دا خبره اونکړه۔ هٰغه شپه ما پۀ خوب کښې وليدل چې څوک وائي: ستا د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام سره څومره ښکلے مناسبت دے۔ بيا يـې ووئيل: آيا ته ما پيژنې؟ ما ووئيل: نا۔ نو هغوئي ووئيل: زۀ جبريل عَلَیْهِ السَّلَام يم۔ د هغې نه پس هغوئي زما پۀ مخ او وجود باندې خپل لاس راښکلو۔ د هٰغه وخت نه زما د وجود نه د مشکو بهترينه خوشبوئي شروع شوه۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! غور اوکړئ چې کله اِنسان پۀ دِين باندې د عمل کولو د پاره، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمانبردارۍ د پاره د خلقو د خبرو فِکر پريږدي نو وګورئ چې رَبِّ کريم د هٰغه اِنسان عزت څومره زياتوي، هٰغه بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami