Share this link via
Personality Websites!
د بادشاه شامت ولې راغلو۔۔۔؟
منقول دي چې يو کَس وو، هغه ته هم پۀ ځوانۍ کښې بادشاهي ميلاؤ شوه۔ بيا هغه پريشانه شو چې اخر به پۀ دې کم عمرۍ کښې، د تجربې د کمي سره دومره لوئي سلطنت به څنګه چلووم۔۔۔؟ نو هغۀه د خپلو ملګرو او د دربار والؤ سره مشوره اوکړه نو ښو خلقو هغۀ ته ووئيل چې د سلطنت چلولو د پاره د عالمانو راهنمائي ډيره ضروري ده۔ ځوان بادشاه پۀ خبره باندې پوهه شو، هغۀ د ټول ښار عالمان او مشائخ راوغوښتل، د هغوئي پۀ خدمت کښې يـې عرض اوکړو چې تاسو ټول زما سره اوسئ! کله چې ما د الله پاک پۀ دِين باندې پۀ تللو وينۍ نو ما ته د هغې حکم کوئ، کله چې ما د دِين نه اخوا وينۍ نو ما د هغې نه منع کوئ۔
علمائے کرامو دا ذمه واري سمبال کړه، دې ځوان بادشاه د علمائے کرامو پۀ راهنمايۍ کښې سلطنت چلول شروع کړو، د 400 کالو پورې يـې پۀ کاميابۍ سره وچلوله۔ کله چې 4 صدۍ تيرې شوې نو شيطان پۀ اِنساني شکل کښې د هغۀ خوا له راغلو او وه يـې وئيل: مَن اَنتَ؟ تۀ څوک يـې؟ بادشاه ووئيل: زۀ د آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ اولاد کښې يو کَس يم۔ دلته شيطان پۀ دۀ باندې خپل جال ور واچولو، وه يـې وئيل: تۀ اِنسان نۀ يـې، که تۀ اِنسان وے نو څنګه چې دلته نور خلق مړۀ کيږي، تۀ به هم مړ شوے وې خو تۀ د 4 صدو نه حکومت کوې، تا له مرګ رانغلو، د دې نه ثابته شوه چې تۀ اِنسان نۀ بلکې تۀ خُدائے يـې، دا دِين او د علماؤ صحبت پريږده! خلق د خپل عبادت طرف ته راوبله!
بيا دے د شيطان پۀ خبرو کښې راغلو او پۀ دۀ باندې هم د عقل پرستۍ پيريان کيناستل، دۀ دِين او د الله پاک راليږلے شوے هدايت پريښودو او د خُدايۍ دعویٰ يـې اوکړه۔ کله چې دۀ داسې اوکړل نو الله پاک د هٰغه وخت نبي عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وفرمائيله، حکم وشو: دې بادشاه ته ووايئ! چې د څو پورې تۀ پۀ نيغه لار باندې وې نو ما ستا سلطنت پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami