Share this link via
Personality Websites!
کړے دے۔ دا صرف دِين دے، اِسلام دے، کوم چې ووئيل چې * زنانه که چرې لور وي نو رحمت دے * زنانه که چرې خور وي نو عزت دے * زنانه که چرې مور وي نو د هغې د ښپو لاندې جَنَّت دے * او زنانه که چرې د کور ودانې پۀ توګه کور ته راشي نو د هغې پۀ ذريعه د اِنسان نيم ايمان محفوظ کيږي * داسې د معاشيات مسئله۔۔۔!! پيسه څنګه ګټل دي؟ څنګه لګول دي؟ پۀ دې مسئله باندې هم د صدو پورې بحث کيدلو خو عقل دا حل نکړے شوه، مارکس اِزم، کيپټل اِزم وغيره څومره څومره انقلابونه راغلل، څنګه څنګه تحريکونه راپورته شول خو مسئله هم هٰغه شان ده، کوم چې غريبان وو، نور هم غريبانان کيږي، کوم چي مالداره وو، نور هم مالداره کيږي، دا صرف اِسلام دے کوم چې دا مسئله حل کړه، تاريخ ګواه دے، چې ” د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خپل دوه نيم کاله دورِ خلافت کښې اِسلامي نظام نافذ کړے وو، معاشرې دومره ترقي کړې وه چې څوک د زکوٰة حقدار نۀ ميلاؤيدو۔“ ([1])
غرض دا چې پۀ زرګونو مسئلې دي پۀ کومو چې اِنسان د صدو پورې سوچونه اوکړل، فِکرونه اوکړل خو حل يـې نکړې، دا دِين دے، د الله پاک راليږلے شوے هدايت دے، کوم چې د دې مسئلو ډير غوره حل راويستے دے۔ دا ټول تاريخي حقيقتونه د دې خبرې ګواهي کوي چې پۀ دې دُنيا کښې اِنسان د دِين او د شريعت محتاج دے، اِنسان پابند دے چې ځان پۀ مکمله توګه الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حواله کړي، بيا د هغۀ د خوښې مطابق ژوند تير کړي، پۀ خپل کور، پۀ خپل کاروبار، پۀ خپلو ټولو معاملو کښې شريعت خپل معيار جوړ کړي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې به ډيره کاميابي او ترقي حاصله کړي۔ که چرې اِنسان داسې اونکړل نو بيا که پۀ دُنيا کښې د څۀ مودې پورې اګر که عيش هم اوکړي خو پۀ اخرت کښې به د ذِلت سره مخ کيږي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami