Share this link via
Personality Websites!
خُودی کا سِرِّ نِہَاں لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ
خُودی ہے تیغِ فُسَاں لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ([1])
وضاحت: د خودۍ نه مُراد دے: د اِنسان حقيقت، د هغۀ پټ صلاحيتونه، د هغۀ قدر او اهميت۔ مطلب دا دے چې د اِنسان حقيقت او د هغۀ د صلاحيتونو پټ راز پۀ لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ کښې دے۔ د څو پورې چې اِنسان پۀ لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ وئيلو (يعنې پۀ کلمه وئيلو) ځان پۀ مکمله توګه الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حواله نۀ کړي، د هٰغه وخته پورې د هغۀ صلاحيتونه پټ وي، اِنسان کوم چې اَشرَفُ المَخلوقات دے، د څو پورې چې دے د دِين تابعداره نۀ شي، د هغې پورې دے خپل ځان هم پۀ پوره توګه نشي پيژندلے۔ هُم اِقبال پۀ يو بل ځائے کښې وئيلي دي:
وہ دانائے سُبُل، خَتْمِ رُسُل، مَوْلَائے کُل جس نے
غُبَارِ راہ کو بخشا فروغِ وادِئ سِینا([2])
وضاحت: يعنې هٰغه د هدايتونو د لارې نه خبر، اخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کوم چې د ټولو آقا او مولیٰ دے، هُم دا د هغوئي اوچت ذات دے، کوم چې د لارې ذرې د طُور ارمان جوړ کړے۔
زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د مکے مکرمې بازارونو ته تللو او اِعلان به يـې کولو: یَا اَیُّہَا النَّاسُ! قُوْلُوْا لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہُ تُفْلِحُوْا اے خلقو! لَا اِلٰہَ اِلَّا للہُ ووايئ! (یعنې اسلام قبول کړئ) او کامياب شئ! ([3]) تاریخ ګواه دے چې د هدايت پۀ دې اواز باندې چا چا لَبَّیْک ووئيلو، هغه د ترقۍ او عروج هٰغه بام ته ورسيدل د کوم چې سوچ هم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami