Share this link via
Personality Websites!
بدبخته وو، هغه د پښيمانتيا پۀ ځائے تکبر اوکړو، پښيمانتيا خو څۀ وه چې اُلټا يـې ووئيل:
لَاَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِیْمَۙ(۱۶)
(پارہ:8، سورۀ الاعراف:16) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ به ضرور ستا پۀ نيغه لاره کښې خلقو ته کښينم۔
ګويا دې بدبخته وئيل چې ما څۀ کړي دي، پۀ هغې باندې به نور هم زۀ لـمسووم، اے الله پاکه! زۀ به ستا بندګان ستا د لارې نه بے لارې کوم۔ لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّۃَ اِلَّا بِاللہ۔
(4): څلورم فرق دا دے چې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام فوراً توبه وکړه، څنګه چې د هغوئي نه خطا وشوه، هغوئي فوراً عرض اوکړو:
رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَاٚ- وَ اِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَ تَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ(۲۳)
(پارہ:8، سورۀ الاعراف:23) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے زمونږه ربه! مونږ پۀ خپلو ځانونو زياتے اوکړو او که تا زمونږ بخښنه وه نۀ فرمائيله او پۀ مونږ دې رحم اونکړو نو ضرور به مونږ د نقصان والؤ نه شو۔
خو شيطان د توبې طرف ته وړاندې نۀ شو، هغه ووئيل:
اَنْظِرْنِیْۤ اِلٰى یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ(۱۴)
(پارہ:8، سورۀ الاعراف:14) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو ما له د هٰغه ورځې پورې مُهلت راکړه پۀ کومه ورځ به چې خلق راپاڅولے کيږي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami