Share this link via
Personality Websites!
اللہ والا دَم میں بنا دے اللہ والا نامِ مُحَمَّد
پائیں مُرادیں دونوں جہاں میں جس نے پُکارا نامِ مُحَمَّد
دونوں جہاں میں دُنیا و دِیں میں ہے اِک وسیلہ نامِ مُحَمَّد
روزِ قیامت میزان و پُل پر دے گا سہارا نامِ مُحَمَّد
اپنے رضا کے قربان جاؤں جس نے سکھایا نامِ مُحَمَّد([1])
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی الله عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ واوريدل چې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام چې کله زمکې ته تشريف راوړلو نو هغوئي پۀ خپله خطا باندې اوښکې توئيولې، اخر رَبِّ کريم د هغوئي توبه قبوله کړله او هغوئي ته يـې د خلافت تاج ورعطا کړو۔ دلته علمائے کرامو زمونږ د زدکړې د پاره ډيرې اهمې خبرې بيان کړې دي، علمائے کرام فرمائي: وګورئ چې معاملې دوه وشوې (1): شیطان ته حکم وشو چې سجده اوکړه! شيطان تکبر اوکړو او سجده يـې اونکړه (2): حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته حُکم وشو:
وَ لَا تَقْرَبَا هٰذِهِ الشَّجَرَةَ
(پارہ: 1، سورۀ البقرة: 35) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د دې ونې خوا ته مۀ نزدې کيږئ۔
د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه خطا وشوه۔ يعنې څۀ چې وئيلے شوي وو، پۀ هغې باندې عمل د دواړو اړخونو نه اونشو خو مونږ چې کله د دې دواړو معاملو نتيجو ته ګورو نو دواړه بدلې دي، شيطان سجده اونکړه، د لعنت هار د هغۀ غاړې ته د هميشه د پاره واچولے شو۔ حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام جَنَّتي ميوه وخوړله نو هغوئي ته د خلافت تاج پۀ سر کړے شو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami