Share this link via
Personality Websites!
د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نصيحت
حضرت کعبُ الاحبار رَحْمَةُ الله عَلَيْه کوم چي تابعي بزرګ دے، ډير لوئي عالِم وو، هغوئي فرمائي: يو ځل حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام خپل شهزاده حضرت شيث عَلَیْهِ السَّلَام ته وفرمائيل: ځويه! تۀ زما نه پس زما خليفه يـې! کله چې هم د الله پاک ذِکر کوې نو ورسره د حضرت مُحَمَّد صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر لازمي کوه ځکه چې ما کله سترګې وغړولې نو د عرش پۀ پايه باندې مې د هغوئي نوم مبارک ليکلے وليدلو، بيا چې ما د اسمانونو سيل اوکړو نو پۀ هر ځائے کښې مې د مُحَمَّد [ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ] نوم ليکلے وليدلو، بيا الله پاک زۀ پۀ جَنَّت کښې ديره کړم نو هلته پۀ هر محل باندې، پۀ هره کمره باندې، د حُورو پۀ مَرو باندې، د طُوبیٰ (نومې د جَنَّت د ټولو نه پۀ غټه) ونه باندې، د هغې پۀ هره پاڼه باندې، د سِدرَةُ المُنتَہیٰ (يعنې اسمانونو ته نزدې د بيرې د يوې ونې) پۀ هره پاڼه باندې، د دې پورې چې د فرښتو پۀ سترګو باندې هم د مُحَمَّد [ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ] نوم ليکلے شوے وو، بس (اے خوږه ځويه!) د حضرت مُحَمَّد صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر ښه ډير کوه، بے شکه فرښتے هر وخت د هغوئي ذِکر کوي۔ ([1])
خُدا کا ذِکْر کرے، ذِکْرِ مصطفےٰ نہ کرے
ہمارے مُنہ میں ہو، ایسی زباں خُدا نہ کرے
د مداحِ حبيب مولانا جميل رضوي رَحْمَةُ الله عَلَيْه ډير ښکلے کلام دے:
اللہُ اکبر! رَبُّ الْعُلا نے ہر شے پہ لکھا نامِ مُحَمَّد
نُوح و خلیل و موسیٰ و عیسیٰ سب کا ہے آقا نامِ مُحَمَّد
دولت جو چاہو دونوں جہاں کی کر لو وظیفہ نامِ مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami