Share this link via
Personality Websites!
وصال نه پس د هغوئي پۀ جدايۍ کښې ډيره وژړيدله او (5): اِمام زینُ العابدین رَضِىَ الله عَـنْهُ د کربلا د واقعې نه پس ډير زيات وژړل۔ پۀ دې ټولو هستيانو کښې چې د ټولو نه د زياتې مودې پورې څوک ژړيدلي وو، هغه حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام دے چې هغوئي د 300 کالو پورې اوښکې توئيولې۔ ([1])
کله چې هغوئي دومره ډيره موده وژړل نو څۀ وشول؟ مونږ د وړومبۍ سيپارې د سورۀ بقره، آيت: 37 واوريدو، الله پاک فرمائي:
فَتَلَقّٰۤى اٰدَمُ مِنْ رَّبِّهٖ كَلِمٰتٍ فَتَابَ عَلَیْهِؕ-اِنَّهٗ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ(۳۷)
(پارہ: 1، سورۀ البقرة: 37) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا آدم د خپل رب نه څۀ کلمات زده کړل نو الله د هغۀ توبه قبوله کړه بے شکه هم هغه ډير توبه قبلوونکے او ډير مهربانه دے۔
يعنې دا څۀ کلمات وو کوم چې الله پاک د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ زړۀ کښې واچول! هغوئي د دې کلماتو پۀ ذريعه توبه کړه نو د هغوئي توبه قبوله شوه۔
هٰغه کلمات څۀ وو، پۀ دې باره کښې د حديثِ پاک پۀ ډيرو کتابونو کښې دا روايت دے، حضرت عمر فاروقِ اعظم او حضرت عليُ المُرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ الله عَـنْهما فرمائي: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کله چې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه اِجتهادي خطا وشوه نو (د ډيرې مودې پورې د حيرانه او پريشانه کيدو نه پس) هغوئي د الله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami