Share this link via
Personality Websites!
* د دې ايپلي کيشن ډير لوئي خاصيت دا هم دے چې کوم کسان کتابونه نشي لوستلے يا د لوستلو وخت ورسره نۀ وي نو هغوئي د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه کتابونه پۀ آډيو کښې اوريدے هم شي * دا ايپلي کيشن تاسو د فيس بُک، ټويټر او واټس ايپ پۀ شان پۀ مختلف پليټ فارمز د دوستانو سره شيئر کولے هم شۍ۔
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی الله عَلـٰی مُـحَـمَّد
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: د ناپاکه کپړې د حصې پۀ نۀ معلوميدو د کپړې د صفا کولو طريقه۔
وضاحت: د پاکې کپړې څۀ حصه مثلاً د قميص، پرتوګ، لستوڼو وغيره څۀ حصه که ناپاکه شي او دا معلومه نۀ وي چې کومه حصه ناپاکه ده نو د دې درې حالتونه دي: (1): د کپړې د ناپاکې حصې پۀ باره کښې که چرې پته نۀ وي نو د ټولې کپړې وينځل او پاکول بهتر دي۔ (2): د کپړې د ناپاکه حصې پۀ باره کښې دې تحرّي يعنې غور او فِکر اوکړے شي چې کومه حصه ناپاکه ده، بيا چې د کومې حصې پۀ باره کښې ګمان وي چې دا ناپاکه ده نو صرف هٰغه حصه دې وينځلے شي نو کپړه به پاکه شي۔ پۀ غور او فِکر سره د کپړې د پاکولو نه پس که چرې معلومه شي چې د کپړې څۀ بله حصه ناپاکه وه نو که چرې پۀ هٰغه کپړه کښې نـمونځ ادا کړے شوے وي نو هٰغه نـمونځ به وشي۔ د هٰغه نـمونځ راګرځول به هم نۀ لازمي کيږي۔ (3): د کپړې د ناپاکه حصې د نۀ معلوميدو پۀ حالت کښې د تحرّي يعنې غور او فِکر کولو نه بغير د يوې حصې د پاکولو سره به هم کپړه پاکه شي او پۀ دې حالت کښې که چرې وروستو معلومه شوه چې د کپړې بله حصه ناپاکه وه نو پۀ هٰغه جامو کښې چې کوم نـمونځونه ادا کړے شوي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami