Share this link via
Personality Websites!
پۀ حديثِ پاک کښې دي: الله پاک د شپې خپل دستِ قُدرت خپروي د پاره د دې چې د ورځې ګناه کوونکے د شپې توبه کړي او رَبِّ کريم دستِ قُدرت د ورځې خپروي د پاره د دې چې د شپې ګناه کوونکے د ورځې توبه کړي۔ ([1])
لاسونه خپرول يوه اِشاره وي، کله چې مونږ د چا سره صلح کول غواړو نو لاسونه خوارۀ کړو او هغه له غاړه ورکړو، د هغه طرف ته د صلح لاسونه وړاندې کوو، الله پاک زمونږ پۀ شان د جسماني لاسونو نه پاک دے، پۀ دې د يو مثال پۀ ذريعه باندې پوهه کړے شو چې د الله پاک د طرف نه بنده ته هر وخت د صلح پيغام دے، د اِنسان نه د ورځې ګناه وشوه نو ټوله شپه د توبې دروازه پرانستے ده، اِنسان دې توبه کړي، د شپې ګناه وشوه نو ټوله ورځ د توبې دروازه پرانستے ده، اِنسان دې د ورځې توبه کړي۔ بهر حال د الله پاک د رحمت نه مۀ مايوسه کيږئ، زر تر زره د توبې طرف ته لاړ شئ۔ الله پاک دې زمونږ توفيق نصيب کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
مِرے سر پہ عِصیاں کا بار آہ مولیٰ! بڑھا جاتا ہے دم بدم یاالٰہی!
مجھے سچّی توبہ کی توفیق دیدے پئے تاجدارِ حرم یاالٰہی!
خدایا بُرے خاتِمے سے بچانا پڑھوں کلمہ جب نکلے دم یاالٰہی!([2])
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی الله عَلـٰی مُـحَـمَّد
د بيان خُلاصه دا ده چې ټول 5 ښه عادتونه دي، د دې اِختيارول د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami