Share this link via
Personality Websites!
د عابِد يوه اِيمان تازه کوونکې خبره
منقول دي: پۀ بني اسرائيلو کښې يو ډير عبادت ګزار اِنسان وو، د هٰغه وخت بادشاه چې د هغوئي پۀ باره کښې خبر شو نو بادشاه هغوئي دربار ته راوغوښتو او وه يـې وئيل: زۀ غواړم چې تۀ هم زما سره اوسيږې۔ پۀ دې باندې عبادت ګزار نيک اِنسان ووئيل: بادشاه سلامته! زۀ ستاسو نه يوه پوښتنه کووم، فرض کړۍ چې ما ستاسو سره اوسيدل شروع کړل، بيا يوه ورځ تاسو د بهر نه راغلۍ او وه مو ليدل چې زۀ ستاسو د وينزې سره لوبې کووم نو پۀ تاسو باندې به څنګه لګي؟ بادشاه پۀ غصه کښې ووئيل: بے ادبه! زما پۀ مخکښې داسې خبره کوې؟ عبادت ګزار اِنسان ووئيل: بادشاه سلامته! ما ګناه نۀ ده کړې بس يوه فرضې پوښتنه مې اوکړه نو تاسو پرې دومره غصه شوۍ او زما رَبّ هغه دے کوم چې زما پۀ سوونو ګناهونه ويني، بيا هم غضب نۀ فرمائي، بيا زۀ د خپل رَبّ در پريږدم او ستاسو دربار ته ولې راشم۔۔۔؟ ([1])
اِکْ گُناہ میرا مَاں پَیُو وَیکھے، عمری منہ نہ لاوے
لکھ گُناہ میرا مَالِک ویکھے، فیر وی پردے پاوے
وضاحت: مور او پلار کوم چې د خپل اولاد سره ډير محبت کوي که هغوئي هم چرته څۀ ګناه وويني نو داسې رسوا کوي چې ټول عمر ورته پۀ ښه نظر نۀ ګوري، خو زما کريم مالِک زمونږه پۀ لکونو ګناهونه ويني بيا هم زمونږه عيبونه نۀ ظاهروي زمونږ پۀ ګناهونو باندې يـې پردې راچولې دي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د الله پاک رحمت دے۔۔۔!! هغه سَتَّار دے، هغه غَفَّار دے، هغه زمونږ عيبونه پټوي او کله چې اِنسان پۀ رښتوني زړۀ سره توبه کړي نو که ګناهونه يـې هر څومره ولې نۀ وي، الله پاک يـې معاف کوي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami