Share this link via
Personality Websites!
د زدکړې د پاره ميلاؤ شو، هغه دے: پۀ توبه کښې تادي کول۔ ډيره زياته اهمه خبره ده، مونږ چې څومره زر د توبې طرف ته ځو، هٰغه همره به زمونږ د پاره ښه وي، که پۀ توبه کښې د لم ليټ نه کار اخلو، نن سبا، نن سبا کوو، پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې به توبه کړم، پۀ بوډا والي کښې به توبه کړم، بله ورځ به توبه کړم، داسې کوو نو پۀ سخت نقصان کښې راګيريدے شو، پۀ حديثِ پاک کښې دي، رسولِ ذِيشان صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: هَلَكَ الْمُسَوِّفُونَ يعنې هلاک شول هٰغه خلق کوم چې پۀ توبه کښې د لم ليټ نه کار اخلي۔ ([1])
الله پاک فرمائي:
بَلْ یُرِیْدُ الْاِنْسَانُ لِیَفْجُرَ اَمَامَهٗۚ(۵)
(پارہ:29، سورۀ القیامة:5) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بلکې اِنسان غواړي چې هغه خپلې مخې ته [کيدونکې خبره] دروغ وګڼي۔
حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ الله عَـنْهما د دې آيت پۀ تفسير کښې فرمائي: يعنې اِنسان ګناهونه وړاندې ليږي او پۀ توبه کښې ناوخته کوي، نن توبه کووم، سبا توبه کووم، دا وائي خو ګناه نۀ پريږدي (د دې پورې چې پۀ ګناه کولو کولو د مرګ ښکار شي) ([2])
ځکه خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ توبه کښې د تادۍ عادت جوړ کړئ! الله پاک ډير مهربانه دے، هغه توبه کوونکي خوښوي۔
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنسان يوه نيکي کوي نو د ښۍ اوګې والا فرښته 10 نيکۍ ليکي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami