Share this link via
Personality Websites!
پۀ ليدلو وفرمائيل: دا دُنيا يوه دوکه ده ځکه د دې نه بچ اوسئ (يعنې څوک چې د دې پۀ لالچ کښې راګير شو نو هغه هلاک شو)۔ ([1])
دا دے د غلطۍ نۀ منلو وبال۔۔۔!! که چرې دې کَس خپله غلطي پۀ وخت منلے وے نو د هلاکت نه به بچ شوے وو او د الله پاک د نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام صحبت به يـې هم نصيب شوے وو خو دا لالچي وو، هغه غلطي وه نۀ منله، اخر چې کله پۀ لالچ کښې راغلو او غلطي يـې ومنله نو بيا ډير ناواخته شوے وو۔ ځکه د دې نه مخکښې چې ډير ناواخته شي، خپله غلطي منل زده کړئ!
پۀ دور بين کښې نۀ، پۀ آئينه کښې ګورئ!
دلته دا هم يوه لويه مسئله ده، خلق خپلو عيبونو ته نۀ ګوري، د نورو عيبونه لټوي۔ يو متل هم دے: د خپلو سترګو بَش هم پۀ نظر نۀ راځي، د نورو د سترګو خَسڼے هم ليدلے کيږي [يعنې خپله لويه غلطي خلق نۀ ويني او د نورو وړې غلطۍ ته ګوري]۔ دا هم يو لوئي افت دے، ژوند د نورو خلقو پۀ عيبونو لټولو کښې تير شي، د خپلې اِصلاح هډو موقع نۀ ميلاؤيږي۔ ډير ښکلے حديثِ پاک دے، پۀ دې کښې زمونږ د پاره سبق دے، زما نبي، ښه نبي، اخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: يعنې الله پاک چې د چا سره د ښيګړې اراده وفرمائي نو پۀ هغه کښې خوبيانې پيدا کړي پۀ هغې کښې يو دا ده چې هغه ته د هغه عيبونه ښکاره کړي۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! دا انداز هم اِختيارول پکار دي، چا ډيره ښه خبره کړې ده چې که د عيبو لټولو شوق وي نو ضرور يـې ولټوئ خو د دور بين نۀ بلکې د آئينې پۀ ذريعه۔۔۔!!
يعنې د دور بين پۀ ذريعه د نورو عيبونو ته مۀ ګورئ! بلکې آئينې ته مخامخ ودريږئ او
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami