Share this link via
Personality Websites!
دومره وئيلو نه پس حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام هٰغه کَس هم هلته پريښودو او وړاندې روان شو۔ هغه پۀ دومره ډيرو سرو زرو باندې ډير خوشحاله شو، او هغه هٰغه ټول سرۀ زر واخستل، پۀ دې کښې هلته دوه نور کَسان راغلل کله چې هغوئي وکتل چې پۀ دې شاړه کښې يو کَس يواځې دے او د هغۀ سره سرۀ زر هم دي نو هغوئي اراده اوکړه چې مونږ به دا کَس ووژنو او د هغۀ نه به سرۀ زر واخلو، کله چې هغوئي د هٰغه کَس د وژلو د پاره ور وړاندې شول نو هٰغه کَس ووئيل: تاسو ما مۀ وژنئ بلکې مونږ دا سرۀ زر پۀ خپل مينځ کښې تقسيموو، پۀ دې باندې هٰغه دواړه کسان د وژلو نه منع شول او پۀ دې خبره باندې راضي شول چې مونږ به دا سرۀ زر يو شان تقسيم کړو، بيا هٰغه کَس ووئيل: داسې کوو چې پۀ مونږ کښې به يو کَس نزدې بازار ته لاړ شي او خوراک به راوړي، د ډوډۍ خوړلو نه پس به مونږ دا سرۀ زر پۀ خپل مينځ کښې يو شان تقسيم کړو۔ نو پۀ هغوئي کښې يو کَس بازار ته لاړو، کله چې هغۀ سرۀ زر واخستل نو د هغۀ پۀ زړۀ کښې شيطاني خيال راغلو چې زۀ پۀ دې خوراک کښې زهر ميلاوهم څنګه چې هٰغه دواړه دا وخوري نو مړۀ به شي او ټول سرۀ زر به زۀ واخلم، نو هغه پۀ خوراک کښې زهر واچول او د خپلو ملګرو طرف ته روان شو، هلته د هٰغه دواړو پۀ نيتونو کښې هم د سرو زرو پۀ ليدو فرق راغلو او هٰغه دواړو مشوره اوکړه چې څنګه زمونږه دريم ملګرے خوراک راوړي نو مونږ به هغه ووژنو او سرۀ زر به مونږ دواړه پۀ خپل مينځ کښې تقسيم کړو، نو څنګه چې هغه ډوډۍ راوړه او د هغوئي خوا ته راورسيدو، هغوئي دواړو هغه ووژلو او ډير پۀ خوند د هٰغه د زهرو والا خوراک خوړلو ته کيناستل، لږ وخت پس زهرو خپل اثر شروع کړو او هغوئي دواړه هم هلته مړۀ شو او سرۀ زر هم هٰغه شان پاتې شول۔
څۀ موده پس حضرت سيدنا عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام بيا پۀ هٰغه ځائے تيريدلو نو وه يـې کتل چې سرۀ زر هم هلته موجود دي او هلته درې مړي پراتۀ دي۔ حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د هغې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami