Share this link via
Personality Websites!
لاس يا سر خوزول کافي نۀ دي۔ ([1]) (3): د سلام او د سلام د جواب ښۀ الفاظ دا دي: اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃُ اللہِ وَبَرَکاتُہٗ د دې الفاظو نه علاوه نور الفاظ زياتول لکه ځينې خلق د اَلْجَنَّۃُ حَلَالُہٗ وَالدَّوْزَخُ حَرَامُہٗ وغيره الفاظو زياتوالے کوي، دا صحيح نۀ دي۔ ([2]) (4): صرف پۀ ګوتو يا د لاس پۀ تَلو اِشاره کول او پۀ خُله باندې هيڅ نۀ وئيل منع دي۔ ([3]) پۀ حديثِ پاک کښې دې ته د غير مسلمو طريقه وئيلے شوې ده۔ ([4]) (5): د سلام کولو پۀ ځائے هيلو، هائے، بندګي، آداب عرض وغيره الفاظ وئيل د سُنَّتو خلاف دي۔ ([5]) (6): ځينې خلق د سلام کولو پۀ وخت راښکته کيږي، دا ښکته کيدل که د رکوع د حد پورې وي (يعنې دومره ښکته کيدل چې لاس وغزوي نو زنګونانو ته رسيږي، دا) حرام دي او که د دې نه کم وي نو مکروه دي۔ ([6])
* د سلام کولو سره د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سُنَّت باندې عمل کيږي * د سلام کولو سره نيکۍ زياتيږي * پۀ سلام کښې وړومبے والے کول د الله پاک او د هغۀ د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قُرب ذريعه ده۔ ([7]) * د سلام کولو سره د زړۀ نه بُغض او حسد ووځي او محبتونه زياتيږي * پۀ سلام کښې د وړومبي والي
[1]... بہار شریعت ، جلد:3، حصہ:16، صفحہ: 464، ملتقطًا۔
[2]... فتاوی ہندیہ ، کتاب الکراھیۃ ، باب سابع فی السلام وتشمیت العاطس ، جلد:5، صفحہ:401۔
[3]... مرآۃ المناجیح ، جلد:6، صفحہ:328، بتغیر قلیل ۔
[4]... سنن ترمذی ، کتاب الستئذان والآداب، باب ماجاء فی کراھیۃ اشارۃ۔۔۔الخ، صفحہ:634، حدیث:2695۔
[5]... بہار شریعت ، جلد:3، حصہ:16، صفحہ:465 ، ملخصًا۔
[6]... بہار شریعت ، جلد:3، حصہ:16، صفحہ:464 ۔۔
[7]... سنن ابی داود ، كتاب الادب ، باب فی فضل من بدا بالسلام ، صفحہ:810، حدیث:5197۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami