Share this link via
Personality Websites!
راتللو او پۀ کوڅو د تيريدو پۀ وخت ولاړو او ناستو مسلمانانو ته سلام کړے؟
الله پاک فرمائيلي دي:
فَاِذَا دَخَلْتُمْ بُیُوْتًا فَسَلِّمُوْا عَلٰۤى اَنْفُسِكُمْ تَحِیَّةً مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُبٰرَكَةً طَیِّبَةًؕ-
(پارہ:18، سورۀ النور: 61)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا چې کله کورونو ته ورداخل شۍ نو خپلو خلقو ته سلام کوئ، (دا) د ملاقات د وخت ښه دُعا ده، د الله له طرفه مبارکه پاکيزه (کلمه ده)۔
پۀ دې آيت مبارک کښې د ملاقات کولو ادب بيان شوے چې کله هم د يو خپلوان يا دوست کور ته ځۍ يا د هغۀ سره ملاقات کوۍ نو پۀ سلام کښې وړومبے والے کوئ۔ ([1])
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
تاسو به د هٰغه وخته پورې جَنَّت ته نۀ ځئ، د څو پورې چې ايمان را نۀ وړۍ او تاسو د هٰغه وخته پورې (کامل) مؤمِن کيدے نشۍ د څو پورې چې پۀ خپل مينځ کښې محبت اونکړۍ! آيا تاسو ته داسې څيز وه نۀ ښايم پۀ کوم سره چې تاسو پۀ خپل مينځ کښې محبت شروع کړئ، (هغه دا دے چې) پۀ خپل مينځ کښې سلام عام کړئ۔ ([2])
د سلام او د دې پۀ باره کښې حُکمونه
(1): سلام کول سُنَّت او د دې جواب فورا ورکول واجِب دي۔ ([3]) (2): د سلام جواب پۀ دومره اواز کښې ورکول ضروري دي چې سلام کوونکے يـې واوري، صرف
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami