Share this link via
Personality Websites!
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَـوَیْتُ سُنَّتَ الاعْتِکَاف
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمال کښې د يو نيک عمل" مسلمانانو ته د سلام کولو "پۀ باره کښې ګټه ور معلومات درکولے شي او د څوک پۀ مُسکا باندي د ليدلو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: تاسو خپل مجلسونه پۀ ما باندې پۀ درود لوستلو سره ښائسته کړئ بے شکه ستاسو پۀ ما باندې درود لوستل به د قيامت پۀ ورځ ستاسو د پاره نُور وي۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک پۀ فضل سره اميرِ اهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د سُنَّتو اختيارولو او د شريعت مطابق د ژوند تيرولو د پاره د اِسلامي خوئيندو، د اِسلامي وروڼو او د طالبِ علمانو د پاره د سوالونو پۀ شکل کښې د نيک اعمال مختلفې رسالې مُرَتِّب کړې دي۔ نن به مونږ د 72 نيک اعمال رسالې نه د نيک عمل نمبر: 30 پۀ باره کښې زدکړه کوو۔
نيک عمل نمبر: 30 آيا نن تاسو پۀ کور، دفتر، بس، ريل ګاډي وغيره کښې د تللو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami