Marhoom Waldayn Ke Huqooq

Book Name:Marhoom Waldayn Ke Huqooq

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                                   صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

(3): د مور او پلار حقونه نشي پوره کيدے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت سعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ والا حديثِ پاک نه دريمه خبره دا معلومه شوه چې که مور او پلار دواړه يا يو د دُنيا نه لاړ شي نو بيا به هم د هغوئي سره نيکي او ښه سلوک جاري ساتلے شي۔

دا خبره هميشه ياده ساتئ چې د مور او پلار حقونه ډير زيات دي۔ دومره زيات دي چې که مونږ غواړو نو هم د هغوئي حقونه نشو پوره کولے۔ يو ځل د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه اوکړے شوه: د مور او پلار حقونه څومره دي؟ (کيدے شي چې پوښتنه کوونکي غوښتل چې ما ته يـې حقونه وشماري د پاره د دې چې زۀ هغه پوره کړم)۔ سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کمال جواب ورکړو، وه يـې فرمائيل: د مور او پلار حقونه دومره دي چې پوره کول يـې ممکن نۀ دي، د دې پورې چې که مور او پلار وفات شي، که ځوي د هغوئي د واپس راژوندي کولو وَس لري نو بيا دې راژوندي کړي، دا هم د هغوئي پۀ حقونو کښې شامل دي۔ ([1])

اَللہُ اَکْبَر! معلومه شوه چې د مور او پلار حقونه پۀ يوه طريقه هم پوره کيدے نشي۔ د دې پورې چې که مور او پلار د دُنيا نه رخصت شي، وفات شي، د هغې نه پس هم د هغوئي حقونه پۀ مونږ باندې لازم وي۔

د وفات شوو مور او پلار حقونه

دلته عام طور د خلقو د مور او پلار سره محبت خو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! وي۔ خو يو غلط مزاج


 

 



[1]... فتاوٰی رضویہ، جلد:14، صفحہ:370 خلاصۃً۔