Marhoom Waldayn Ke Huqooq

Book Name:Marhoom Waldayn Ke Huqooq

غلامان ازادول۔ ([1]) * اِمام سيوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي چې صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به د 7 ورځو پورې د مړي د طرف نه [پۀ خلقو ] خوراک  خوړلو۔ ([2]) * دغه شان به صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ نورو ډيرو طريقو سره مړي ته فائده رسوله، مثلاً * سورۀ یٰس شريف به يـې لوستلو او د هغې ثواب به يـې وفات شوي ته بخښلو * د بزرګانو پۀ استعمال کړے شوو جامو کښې به يـې مړي له کفن ورکولو * پۀ کفن باندې به يـې کلمه شريف وغيره ليکله د پاره د دې چې مړي ته فائده ورسيږي * د دفن کولو نه پس به يـې مړي ته تلقين کولو (يعنې پۀ حديثِ پاک کښې د ښودلے شوې طريقې مطابق به يـې مړي ته د سوالونو جوانونه يادول) * د هغۀ د پاره به يـې د قبر پۀ اِمتحان کښې د کاميابۍ دعاګانې کولې * پۀ قبر باندې به يـې څۀ شين ښاخ يا بل څۀ شين څيز کيښودو (د پاره د دې چې د دې پۀ تسبيح مړي ته فائده ورسيږي) * د دفن کولو نه پس به د قبر سره ايساريدل * هديرې ته به تلل او دعاګانې به يـې کولې * د وفات شوي د ايصالِ ثواب د پاره به يـې صدقې کولې * او د هغوئي د طرف نه به يـې قربانۍ هم کولې۔ ([3])

  سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې مونږ ته هم توفيق راعطا کړي، مونږ ته هم د وفات شوو خلقو سره ښۀ سلوک کول پکار دي۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ

وہ ظہوریؔ یار میرا، وہی غم گُسار میرا      میری قبر پر جو آ کر نعتِ نبی سُنائے


 

 



[1]... مصنف ابن ابی شیبۃ، کتاب الجنائز، باب ما یتبع المیت بعد موتہ، جلد:3، صفحہ:262، حدیث:12۔

[2]... الحاوی للفتاویٰ، طلوع الثریا باظہار ماکان خفیا، صفحہ:591۔

[3]... سورِ صحابہ میں ایصال ثواب کی مختلف صورتیں، صفحہ:51-158 ملخصاً۔