Book Name:Marhoom Waldayn Ke Huqooq
په دواړو سترګو کښې 2، 2 او بیا په آخر کښې یو سلائي په رانجو کښې ولړئ او هغه وار په وار په دواړو سترګو کښې ولګوئ، په داسې کولو سره به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! په درې واړو [سنتو طريقو] باندې عمل کیږي۔ اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د تکریم به چې څومره کارونه هُم وو هغه به زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښي طرف نه شروع کول، ځکه اول په ښئ سترګه کښې رانجۀ لګوئ بیا په ګڅه کښې۔([1])
عجب نہیں کہ لکھا لوح کا نظر آئے! جو نقشِ پا کا لگاؤں غبار آنکھوں میں
مُعَانَقه کول د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د چا چې څوک ورور وي هغه له پکار دي چې د خپل ورور سره مُعَانَقه اوکړي۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غاړې ميلاوهلو ته مُعَانَقه وئيلے شي او مُعَانَقه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي۔ * پۀ مِرْاُةُ الْمَنَاجِیْح کښې دي چې: د خوشحالۍ پۀ موقع چا ته ورغاړه وتل سُنَّت عمل دے ([3]) خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به څو څو کرته پۀ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم باندې شفقت کولو او هغوئي ته به يـې د مُعَانَقې شرف عطا کولو۔ مثلاً * د خيبر پۀ موقع باندې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت جعفر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپلې سينې مبارکې ته راجُخت کړو او پۀ تندي باندې يـې ښکل هم کړو۔ ([4]) * يو ځل رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ