Marhoom Waldayn Ke Huqooq

Book Name:Marhoom Waldayn Ke Huqooq

سپرلے بيان کړم۔

د فيضانِ مدينه د پاره زمکه ميلاؤ شوه

د يو اِسلامي ورور بيان دے چې د دعوتِ اِسلامي د مَدَني قافلې سره مونږ يو ښار ته لاړو، د سحر د اذان نه پس مونږه د سحر د نـمونځ د پاره د راپاڅولو د پاره تللو چې ناڅاپه د يو کور نه يو ماډرن ځوان هم زمونږ سره شامل شو او هغۀ د سحر نـمونځ پۀ جومات کښې د جَمعې سره ادا کړو۔ وروستو د هٰغه ځوان پلار د مَدَني قافلې والؤ سره د ملاقات د پاره راغلو۔ هغه ډير مالداره کَس وو۔ هغۀ ووئيل چې د سحر د نـمونځ د پاره د راپاڅولو پۀ برکت زما نافرمانه ماډرن بے نـمانځه ځوي پينځه وخته نـمونځ ګزاره شوے دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د هٰغه ماډرن ځوان پلار متاثره شو او پۀ هٰغه ښار کښې يـې د مَدَني مرکز فيضانِ مدينه د پاره زمکه ورکړه۔

تِرا شکر مولا دیا دینی  ماحول                  نہ چھوٹے کبھی بھی خدا دینی  ماحول

یقینا مقدر کا وہ ہے سکندر                  جسے خیرسے مل گیا دینی  ماحول

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                                   صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

نعت کوليکشن (Naat Collection) موبائل ايپلي کيشن

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! نن سبا د ټيکنالوجي دور دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د سمارټ فون (Smartphone) پۀ ذريعه هم عِلم دِين عام کوي۔ دې لړ کښې د دعوتِ اِسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے: د کوم نوم چې: Naat Collection (نعت کولیکشن) دے۔ * پۀ دې ايپ کښې د اعلیٰ حضرت، مولانا حامد رضا خان، مفتيِ اعظم هند، مولانا