Marhoom Waldayn Ke Huqooq

Book Name:Marhoom Waldayn Ke Huqooq

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه اوكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                                   صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

د حضرت سعد بن عُبَاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تعارُف

حضرت سَعد بن عُبَاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عظيم صحابئ رسول دے، د اَنصارو پۀ لوئي سردارانو کښې دے، حضرت عبد الله بن عبَّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: کله چې به خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لښکر روانولو نو د انصارو جنډا به حضرت سعد بن عُبَاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوچتوله۔([1]) خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي دِيني خدمتونو ستائيل او دُعا يې اوکړه: الله پاک دې زمونږ د طرف نه ټولو انصارو خاص طور سعد بن عُبَاده ته جزائے خير ورعطا کړې۔ پۀ يوه موقع باندې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسې دُعا اوکړه:

اَللّٰہُمَّ اجْعَلْ صَلَوَ تِکَ وَ رَحْمَتَکَ عَلٰی آلِ سَعْدِ بْنِ عُبَادَۃَ

ترجمه: اے الله پاکه! د سعد بن عباده پۀ آل باندې درودونه او رحمتونه نازل کړې۔([2])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې حضرت سعد بن عُبَاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څومره خوش قِسمته وو، مونږ ټول د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت مبارک کښې د درودونو نذرانې پيش کوو، خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]...الاصابۃ فی تمییزالصحابۃ، جلد:3، صفحہ:57۔

[2]...ابو داود، كتاب الادب، باب كم مرة يسلم...الخ، صفحه:808، حديث:5185۔