Book Name:Marhoom Waldayn Ke Huqooq
او پلار د پاره دُعاګانې لازمي کوي۔
د مور او پلار د طرف نه صدقه کوئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د وفات شوو مور او پلار پۀ حقونو کښې يو حق دا هم دے چې اولاد د هغوئي د پاره د ايصالِ ثواب سلسله جاري وساتي۔ دلته عام طور د وفات شوو مور او پلار د پاره * د قُل شريف ختم [يعنې د مړي دريمه] کولے شي * لسمه کولے شي * بيا څلويښتمه کولے شي * بيا د دې نه پس کال کولے شي۔ دا کارونه هم ډير ښه دي، دا هم مونږ له کول پکار دي خو د دې مطلب هيڅکله دا نۀ دے چې مور او پلار د دُنيا نه لاړ شي نو بيا يـې مونږه کال پۀ کال يادوو۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کله چې پۀ تاسو کښې څوک څۀ نفل خيرات کوي نو پکار دي چې هغه د خپل مور او پلار د طرف نه کوي چې د دې ثواب به هغوئي ته ميلاؤيږي او د کوونکي پۀ ثواب کښې به هيڅ کمے نۀ راځي۔([1])
مور او پلار ته اِيصالِ ثواب کوئ!
پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: يو ځل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حاضر شو، عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما به د خپل مور پلار سره د هغوئي پۀ ژوندانۀ ښه سلوک کولو، اوس هغوئي وفات شوي دي، اوس د هغوئي سره د ښه سلوک څۀ طريقه ده؟ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل:
اِنَّ مِنَ الْبِرِّ بَعْدَ الْمَوْتِ اَنْ تُصَلِّیَ لَہُمَا مَعَ صَلَوٰتِکَ وَ تَصُوْمَ لَہُمَا مَعَ صِیَامِکَ
ترجمه: بے شکه د مرګ نه پس د مور پلار سره ښه سلوک دا دے چې تۀ د خپل نـمونځ سره