Book Name:Marhoom Waldayn Ke Huqooq
رَبَّنَا اغْفِرْ لِیْ وَ لِوَالِدَیَّ وَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ یَوْمَ یَقُوْمُ الْحِسَابُ۠(۴۱) (پارہ:13، سورۀ ابراہیم:41)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے زمونږه ربه! ما او زما مور او پلار او ټول مسلمانان اوبخښې پۀ کومه ورځ به چې حساب قائميږي۔
دا د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام دُعا ده، هغوئي د خپل مور او پلار مبارکو د پاره د بخښنې دُعا کړې وه، معلومه شوه چې د وفات شوو مور او پلار د پاره د بخښنې دُعا کول د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سُنَّت دي۔
د مور او پلار د پاره د دُعا نۀ کولو وبال
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن سبا چې حالات څنګه دي، مونږ خپل خپلوان ډير زر هيروو۔ بچي پۀ خپل مور او پلار باندې د خاورو اچولو نه يو څو ورځې پس د هديرې لاره هيره کړي۔ ياد ساتئ چې د مور او پلار د پاره دُعا نۀ کول ډيره د نقصان خبره ده۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: کله چې اِنسان د خپل مور او پلار د پاره دُعا پريږدي، د هغۀ رزق پريکړے کيږي۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! څومره د سبق نه ډک حديثِ پاک دے۔ ډير ځل داسې کيږي، د مور او پلار د دُنيا نه د تللو نه پس د اولاد معاشي حالت خرابيدل شروع شي، کيدے شي چې پۀ دې وجه د ميراث جګړې هم زر شروع کيږي۔ غور کول پکار دي چې هسې نۀ داسې وي چې د مور او پلار د پاره د دُعا پريښودو پۀ وجه رزق پريکړے شوے وي۔
د چا مور او پلار چې د دُنيا نه لاړ شي، هغوئي له خو خپل مستقل عادت جوړول پکار دي چې د هر نـمونځ نه پس بلکې چې کله هم د دُعا د پاره لاسونه پورته کوي، د خپل مور